هرات ( پژواک ١٦ غبرګولى ٩٢) : د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشره وايي،چې د تېر کال په پرتله د ملکي خلکو په وژنه کې لس سلنه زيات والى راغلى دى.
سيما سمر نن د (غبرګولي په ١٦مه) په هرات ښار کې د دې کمېسيون د ١١مې کاليزې په نمانځغونډه له ګډون وروسته خبريالانو ته وويل ، چې په تېر کال کې د وژل شويو ملکي خلکو شمېره (٢١٧٦) تنه وه ،چې د سږ کال په لومړيو دوو مياشتو کې د (٣٦٦) ملکي کسانو وژل کېدل د تېر کال د لومړيو دوو مياشتو په پرتله لس سلنه زياتوالى ښيي.
نوموړې د جګړې له لوريو هيله وکړه،چې د ملکي خلکو ژوند ته پاملرنه وکړي.
سمر له دولت څخه وغوښتل،چې په راتلونکو ټولټاکنوکې د مېرمنو د ګډون، د سولې لپاره د شرايطو برابرولو ،د رسنيو ازادي او د مدني ټولنو لپاره د ښه کار زمينه برابره کړي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشرې تر ٢٠١٤ کال وروسته حالت د ډاډ وړ وباله او زياته يې کړه،چې نور به د زورواکو اغېز ختم شي.
وروسته د هرات والي داوو شاه سبا د بشري حقونو له خپلواک کمېسيون څخه هيله وکړه،چې پر بشري حقونو تېري کوونکي کسان افشا کړي او عدالت پلى شي.
د هرات د علماوو شورا رييس مولوي خداداد صالح هم د بشري حقونو ساتنه د اسلام اصل بولي او زياتوي ،چې د ښځو حقونو ته دې پاملرنه وشي او د هغوى ځورول دې ودرول شي.
مولوى صالح په دې وروستيو کې په تذکره کې د قوم او مليت د نوم ليکنې پر سره راپورته شوى جنجال له ديني او اسلامي پلوه ناروا وباله او زياته يې کړه،چې اسلام تقوا ته ترجيح ورکوي، نه قوم پالنې ته.
د ده په خبره، افغانستان په قومونو وېشل نورې ستونزې راپيدا کوي نوبايد،چې ځان له راتلونکي خطره وساتو.