کابل (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۵): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له ایران سره به جګړه «ډېر ژر» پای ته ورسېږي.
رویټرز راپور ورکړی، ټرمپ دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې امریکایي چارواکي له تهران سره خبرو کې پرمختګ او سیمه کې د تاوتریخوالي کمېدو نښې یادوي.
ټرمپ پرون سهشنبه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي چې ایران د یوې هوکړې غوښتونکی دی او زیاته کړې یې ده که خبرې پایلې ته ونه رسېږي، امریکا ښايي په راتلونکو ورځو کې بیا بریدونه ترسره کړي.
هغه دغهراز ویلي چې یوه ورځ مخکې یې د بریدونو د بیا پیل پرېکړه کړې وه، خو د تهران له لوري د یوې نوې طرحې له ترلاسه کولو وروسته یې دغه پرېکړه وځنډوله.
ورته مهال، د امریکا مرستیال ولسمشر جيډي ونس ویلي چې له ایران سره په خبرو کې «د پام وړ پرمختګ» شوی دی.
هغه په یوه خبري ناسته کې ویلي: «موږ اوس نسبتاً په ښه وضعیت کې یو» خو ونس منلې چې د ایران له څو برخو جوړ مشرتابه سره خبرې ستونزمنې دي او د ایراني لوري د مذاکرې دریځ تل روښانه نه وي.
سرچینې زیاته کړې چې د دغو بدلونونو ترڅنګ، دوه چیني ټانکرونه چې شاوخوا څلور میلیونه بېرله خام تېل یې لېږدول، د چهارشنبې په ورځ د هرمز له تنګي تېر شوي دي. دغه اقدام د کړکېچ کمېدو او د تېلو د لېږد د لارو د تدریجي ثبات د بیا رامنځته کېدو هیلې زیاتې کړې دي.