خوست (پژواک ١٩ غبرګولى ٩٢): خوست کې د ماشومانو لپاره د دارالتاديب نوې ودانۍ نن (د غبرګولي ١٩مه) ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د خوست والي عبدالجبار نعيمي د دارالتاديب د پرانيستنې پر مهال پژواک اژانس ته وويل، پر دې ودانۍ نږدې ١٧ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی او د جوړېدو چارې يې د اوو مياشتو په موده کې بشپړې شوې دي.
د والي په خبره، يادې پيسې په دغه ولايت کې د مېشتو امريکايي ځواکونو له لوري ورکړل شوې دي.
نعيمي زياته کړه، چې د ماشومانو د اصلاح مرکز د اوسېدو خونې، خوړنتون، د ښوونې او روزنې مرکز، د لوبو اسانتياوې او نورې د اړتيا وړ څانګې لري.
د ده په وينا، ماشومانو ته په دغه مرکز کې د ژوند ټولې اسانتياوې برابرې دي او زياتوي چې دغه مرکز به د ماشومانو په اصلاح کې ډېر مهم رول ولري.
د خوست د عدليې رييس قانون ګل وايي، چې تر دې مخکې د دارالتاديب ماشومان په يو کرايي کور کې ساتل کېدل، چې مناسبې اسانتياوې يې نه لرلې.
نوموړي زياته کړه، د نوې ودانۍ په جوړېدو سره به د ماشومانو د اصلاح او روزنې ټولې اسانتياوې برابرې شي.
دا مهال د خوست په دارالتاديب کې۱۲ ماشومان، چې عمرونه يې د ١٠ او ١٧ کلونو تر منځ دي ساتل کېږي.
دغه ماشومان په خوست سربېره د افغانستان د يو شمېر نورو سيمو اوسېدونکي دي، چې د ځانمرګو بريدونو، تښتونو، وژنو، غلاوو په تور د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوي دي.