Language

د بادغيس د اطلاعاتو او فرهنګ رييس د فساد په تور ونيول شو

هرات (پژواک ٢٠ غبرګولى ٩٢): د بادغيس د اطلاعاتو او فرهنګ رييس له دندې د ناوړه ګټه اخيستنې او اداري فساد په تور نيول شوى دى.

د هرات د ښاري څارنوالۍ رييس څارنمل ګل احمد رامش د غبرګولي په ٢٠مه پژواک اژانس ته وويل، چې پر احمد احسان سروريار د ولسي جرګې د تفتيش کمېسيون له لوري له دندې د ناوړه ګټې اخيستنې تور لګېدلى دى.

د نوموړي په خبره، احسان سروريار نن د هرات د پوليسو له لوري ونيول شو.

د څارنوال په خبره، سروريار په لوېديځ زون کې له فساد سره د مبارزې ادارې هم پر اداري فساد تورن کړى دى.

هغه زياته کړه، چې نوموړى اوس د څارنوالانو تر پوښتنو لاندې دى.

احسان سروريار د ژورناليزم په برخه کې لوړې زده کړې کړي، مخکې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس و، خو له څه مودې راهيسې يې د بادغيس د اطلاعاتو او فرهنګ د رييس په توګه دنده ترسره کوله.

سروريار تر نيول کېدو مخکې رسنيو ته پر ده لګېدلي تورونه ناسم وبلل او زياته يې کړه، چې د څو محدودو کسانو له لوري ستونزې ورته جوړيږي.

د هرات څارنوالۍ تېر کال هم درې دولتي مامورين د اداري فساد په تور نيولي وو.

Related Topics