Language

پاکستانیو ځواکونو د کندهار پر معروف ولسوالۍ برید کړی

کندهار ( پژواک ۲۴ غبرګولی ۹۲) : د بهرنيو چارو وزارت وايي چې پاکستانیو ځواکونو پر سرحدي ولسوالۍ معروف برید کړی چې له امله یې یو سرحدي پولیس وژل شوی دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي د غبرګولي په ۲۴مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې پاکستانیو ځواکونو نن تر غرمې وروسته په دریو بجو د معروف ولسوالۍ پر سرحدي پوستې د ډیورنډ پولې له پورې غاړې لوی بند څخه بریدونه پیل کړل.

هغه زیاته کړه چې پاکستانیو ځواکونو په دې برید کې چې د معروف ولسوالۍ پر کاریزک سیمې یې کړی، د هوان او توپونو مرمۍ توغوي.

د موسی زي په وینا، په دې برید کې یو سرحدي پولیس وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي چې دافغانستان حکومت د پاکستان دغه اقدام په کلکه غندي او ویې ویل چې دا موضوع به د پاکستان حکومت سره په جدي توګه شریکه کړي او دا به وڅیړي.

نوموړي وویل چې پاکستان د ختیځو ولایتونو کونړ او ننګرهار پر سرحدي سیمو تر بریدونو وروسته دغه حرکتونه اوس سویلي ولایتونو ته غځولې ده او دا افغانستان ته هیڅ د منلو نه ده.

د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې پاکستانیو ځواکونو د کونړ او ننګرهار پر سرحدي سیمو بریدونه کړي دي، څو میاشتې د ننګرهار پر ګوشتې ولسوالۍ برید کې یو سرحدي پولیس وژل شوی و.