کابل ( پژواک ٢٩ غبرګولى ٩٢) : د ذایقې او کیفیت نړیوال انستيتيوت ، په بلجيم کې د افغانستان زعفرانو ته د کال غوره مډال ورکړ.
د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د صادراتو د پراختيا رياست په خبرپاڼه کې راغلي ، چې دا مډال او ورسره تصدیقپاڼه دبلجیم پایتخت بروکسل کي د افغانستان استازي او سفير همايون تندر او د سوداګرۍ او صنايعو وزارت استازي دکتور اخشید ته د افغانستان په سفارت کې وسپارل.
سرچينه ليکي ، د بلجيم په نندارتون کې د زعفرانو تر څنګ تر ۱۲۰۰ ډېر خوراکي توکې ننداری ته اېښول شوي و چې ۹۲۶ ته يې د ښه کیفیت تصدیق پاڼې ورکړل شوې.
په خبرپاڼه کې د زعفرانو په برخه کې د افغانستان ياده لاسته راوړنه د افغانستان د زغفرانو سکتور او بزګرانو ته وياړ بلل شوى او په کې راغلي چې په افغانستان کې زعفران د کوکنارو لپاره ښه بديل کېداى شي.
سرچينه ليکي چې د یاد انستیتوت تصدیق پاڼه تر دريو کلونو اعتبار لری او د افغان زعفرانو شرکت کولی شې چې تر دريېو کلونو اروپا ته د صادراتو تر څنګ هلته بازارمونده هم وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي ، چې د سوداګری او صنایعو وزارت دصادراتو پراختیا اداره په پام کې لری د سوداګری او صنایعو وزیر دکتور انوارالحق احدی په لاس ياد شوي شرکت ته تقدیر پاڼه ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP