کابل ( پژواک ٣٠ غبرګولى ٩٢ ) : د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي ، چې که پاکستان په ريښتينې توګه دسولې له پروسې سره همکاري غواړي، نو بندي طالبان دې خوشې کړي.
پرون د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په قطر کې د طالبانو ددفتر پرانېستل کيدو هرکلي وکړ او زياته يې کړه ، چې دوى دافغانستان دسولې له پروسې سره همکاري کوي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان د پرونيو څرګندونو په غبرګون کې ويلي ، چې که پاکستان په ريښتينې توګه دسولې له پروسې سره همکاري غواړي ، نو په دغه هيواد کې دې بندي طالب مشران خوشې کړي.
ددغه وزات له خوا د غبرګولي په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې له دې واقعيت څخه انکار نه شي کيداى ، له تېرو دوولسو کلونو راهيسې د طالبانو ټول مشران د پاکستان په خاوره کې اوسيدلي او اوس هم هلته اوسيږي .
سرچينې زياته کړې ، چې دغه طالب مشران له هغه ځايه افغانستان ته دننه جنګيالي را ليږي او د جنګ رهبري کوي.
د بهرنيو چارو وزارت داهم ويلي، چې د افغانستان د سولې له بهير څخه د ملاتړ په برخه کې د پاکستان رول د بل هر هيواد په پرتله مهم او کليدي دی.
په خبرپاڼه کې راغلي : ((په دې حاضره مرحله کې ترټولو مهم ټکی دا دی ، چې که د پاکستان دولت دا ريښتينې اراده لري، چې له خبرو ها خوا هم د افغانستان د سولې له بهير څخه ريښتينې او عملي ملاتړ وکړي.))
د بهرنيو چارو وزارت ويلي، تر ټولو ګټور او عاجل ګام په پاکستان کې د هغو افغان طالب مشرانو ازادول دي، چې د تېرو څو کلونو په جريان کې د ددغه هيواد له خوا نيول شوي او نن سبا په پاکستاني بنديخانو کې شپې سبا کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې مطرح طالب مشرانو ازادول به دا فرصت برابر کړي، تر څو د افغانستان د سولې عالي شورا له دوی سره ترجيحا دننه په افغانستان کې او يا هم په قطر کې د طالبانو د مذاکراتو د دفتر له لارې د سولې خبرې پيل کړي.
ديادونې ده ، چې تېر کال پاکستان ته دسولې د عالي شورا د پلاوي تر سفر وروسته پاکستان د يو شمير طالب بنديانو د خوشې کولو لړۍ پيل کړه او ٢٦ بنديان يې خوشې کړل، خو وروسته يې دا لړۍ ودروله، چې دافغانستان حکومت بيا سخت غبرګون وښود.
تر دې مخکې هم دافغانستان حکومت د طالب بنديانو او په ځانګړې توګه د طالبانو د مرستيال ملا برادر د خوشې کولو غوښتنې کړې، خو د پاکستان حکومت پرې غوږ نه دى ګرولى.