هرات ښار ( پژواک ٦ چنګاښ ٩٢ ) : په هرات کې له دولت سره د يوځاى شوې وسله والې ډلې قوماندان وايي ، چې په قطر کې دطالبانو ددفتر تر پرانيستل کېدو وروسته نورې جګړې ته اړتيا نشته.
دغه اوولس کسيزه ډله پرون د هرات ولايت مقام د غازي امان الله خان په تالار کې ديو لړ مراسمو په ترڅ کې له دولت سره يو ځاى شوه.
د هرات مرستيال والي اصيل الدين جامي پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د وسله والو مخالفينو له دغې ډلې څخه يې ١٣ تنو په کشک کهنه او څلورنورو يې په رباط سنګي ولسواليو کې ددولت پرضد وسله وال فعاليتونه کول .
هغه زياته کړه، چې دوى له ځانه سره وسلې هم راوړي او ژمنه يې وکړه، چې له دې وروسته به د دولت پر ضد نه جنګيږي او په هېواد کې به د سولې او امنيت لپاره کار کوي.
په دغه ډله کې د کشک کهنه ولسوالۍ د ١٣ کسيزې وسلوالې ډلې مشر ملا صحت ، چې په ملا باران مشهور دى، خبريالانو ته وويل ، چې له دې وروسته به په هېڅ صورت په جګړو کې برخه وانخلي.
د نوموړي په وينا، اوس چې طالبانو په قطر کې دفتر پرانيستلى او له امريکا سره يې خبرې پيل کړې دي، نو جګړې ته هېڅ اړتيا نه ليدل کېږي .
ملا صحت وويل ، چې له دې وروسته به په هېواد کې دسولې ثبات او بيارغونې لپاره کار کوي.
د هرات د والي مرستيال له دولت سره يو ځاى شويو دغو کسانو ته د سوله ييز ژوند ډاډ ورکړ.
د يادونې ده ، چې تر دې مخکې هم په دغه ولايت کې ګڼ شمېر مخالفين له دولت سره يو ځاى شوي دي.
د دولتي سرچينو د معلوماتو له مخې، تر اوسه د هېواد په بېلابېلو سيمو کې شاوخوا شپږ زره مخالفين دسولې له پروسې سره يو ځاى شوي دي.