هرات ښار (پژواک ٢٠ چنګاښ ٩٢): د هرات د ولايتي شورا رييس د سولې له پروسې سره يو ځاى شوو طالبانو ته د سالمې بوختيا لپاره د کار او د هغوى د امنيت ټينګولو غوښتنه وکړه.
د ولايتي شورا رييس سيد وحيد قتالي دغه څرګندونې تېر مازديګر په ياد ولايت کې د سولې له پروسې سره د ١٢ وسله والو د يو ځاى کېدو په مراسمو کې وکړې.
هغه ټينګار وکړ، چې د دولت پر وړاندې د وسله والو درېدل د عقيدې له مخې نه، بلکې د فقر، بې وزلۍ، بې کورۍ او د فردي امنيت د نشتوالي له امله دي.
له سولې پروسې سره د يو ځاى شوې دوولس کسيزې ډلې مشر ارباب نادر خبريالانو ته وويل، چې دوى په ادرسکن، شينډنډ او ګذرې ولسواليو کې د حکومت او بهرنيو ځواکونو پر ضد فعاليتونه ترسره کول.
هغه زياته کړه، چې د سولې شورا د ولايتي کمېټې تر بلنې او ډاډ وروسته ملکي ژوندانه ته راستانه شوي دي.
د نوموړي په وينا، دوى له نورو ملګرو سره هم په اړيکو کې دي او هغوى به هم وهڅوي څو د سولې له پروسې سره يو ځاى شي.
دغو کسانو له ځان سره ١٢ ميله وسلې او مهمات هم راوړي وو.
د هرات والي سيد فضل الله وحيدي د ښه راغلاست ترڅنګ هغوی ته د امنيت او کاري بوختياوو د زمينې برابرولو ژمنه ورکړه.
د هرات د سولې عالي شورا د ولايتي کمېټې رييس مولوي غلام سرور پژواک ته وويل، چې له تېرو دوو کلونو راهيسې په دغه ولايت کې تر ٩٠٠ زيات وسله وال طالبان د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي دي.
هغه ډاډ ورکړ، چې نووتسليم شوو کسانو ته به هم د مسلکي زده کړو پروګرام پيل او د غوښتنې په صورت کې به پر دندو وګومارل شي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن