Language

 کابل(پژواک ٢٣ چنګاښ ٩٢):”د ملي اردو د وسايطو د ترميم او د هېواد هوايي ځواک ته دې د تدارک او هوايي ترانسپورټي الوتکو پېرلو پروسه په جدي ډول مخته يوړل شي .”

دا پرېکړه  نن د ملي امنيت شورا په غونډه کې ،چې د ولسمشر حامدکرزي په مشرۍ جوړه شوه ، تر سره شوه .

د ولسمشرۍ رياست دمطبوعاتي دفتر د هغه خپرپاڼې له مخې ،چې يوه کاپي يې پژواک ته رسېدلې راغلي، چې ياده غونډه نن له غرمې وړاندې په ارګ کې جوړه شوه ، چې د هېواد د امنيتي حالاتو په اړه په کې بېلابېل نظرونه وړاندې شول .

په خپرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزي په سيمه ييزو پرمختګونو او د هېواد دامنيت او ثبات  په بهير يې د اغېزو په اړه بحث وکړ ، دکورنيو چارو او دفاع وزيرانو او همدرانګه دملي امنيت او سيمه ييزو ارګانونو له رياستونو يې وغوښتل، څو په روژه او داختر په ورځو کې  د امنيتي ګواښونو د مخنيوي لپاره  په کلک ډول امنيتي تدابير ونيسي .

 ملي امنيت شورا دلوګر د ازرې او ننګرهار د حصارک ولسواليو امنيتي وضعيت دانديښنې وړ وباله او پرېکړه وشوه،چې دهېواد امنيتي او ملکي ارګانونه دې دهمکارۍ له مخې ددغو سيمو د امنيت او ثبات لپاره ګډې هڅې وکړي .

 په غونډه کې ټينګار وشو ، چې  د ملي اردو لپاره دې وسايط او وسلې ترميم او هوايي قول اردو ته بايد د ترانسپورټي الوتکو دپېرلو په برخه کې جدي کار وشي ، چې د ماليې وزير په دغه برخه کې د پيسو د اړين تخصيص ډاډ ورکړ.

 خبرپاڼه کې راغلي چې د غونډې په پاى کې د هيواد د ملي دفاع وزير وويل ، چې بهرني ځواکونه يې دې ته تيار کړي، چې د زري وسايطو د ويجاړولو پروسه  دې ودروي 

   دفاع وزير يادونه وکړه ، چې د امريکا د متحده ايالاتو مسوولو مقاماتو سره په اړيکه دى  او امريکايي لوري  په اوصولو کې منلې ، چې د وسايطو د تخريب پروسه دروي   .

 

Related Topics