ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوناما: افغانستان کې د ملکي تلفاتو کچه ٢٣ سلنه لوړه  شوې ده

يوناما: افغانستان کې د ملکي تلفاتو کچه ٢٣ سلنه لوړه شوې ده

author avatar
31 Jul 2013 - 14:50
يوناما: افغانستان کې د ملکي تلفاتو کچه ٢٣ سلنه لوړه  شوې ده
author avatar
31 Jul 2013 - 14:50

کابل (پژواک ٩زمرى٩٢): ملګري ملتونه  وايي چې د روان ميلادي کال په لومړۍ نيمايي کې د  تېر کال د همدې وخت  په پرتله  په  افغانستان کې د ملکي تلفاتو کچه ٢٣ سلنه لوړه شوې ده.

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر (يوناما) د راپور له مخې، په تېرو شپږو مياشتو کې ٣٨٥٢ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له دې ډلې ١٣١٩ تنه وژل شوي او پاتې ٢٥٣٣ تنه ټپيان شوي دي.

د راپور له مخې دا شمېره ښيي چې د وژل شويو کسانوکچه ١٤ سلنه او د ټپيانو ٢٨ په سلو کې لوړه شوې ده.

يوناما وايي چې له يادو کسانو څخه د دولت وسلوالو مخالفينو  ١٠٣٨ ته وژلي او  ١٨٢٥ نور يې ټپيان کړي چې دغه شمېرې ډ ټولې مرګ ژوبلې ٧٤ سلنه جوړوړي.

سرچينه زياتوي ، چې  دا شمېره د تېر کال په پرتله ١٦ سلنه لوړوالى ښيي.

راپور وايي افغان او بهرني ځواکونه د نهه سلنې تلفاتو مسوول دي.

د سرچينې د څرګندونو له مخې،  د ملکي تلفاتو له يادې شمېره افغان او بهرنيو ځواکونو  ١٤٦ تنه وژلي او ٢١٦ يې ټپي کړي  دي چې دا د تېر کال په پرتله په وژنو کې ١٦ سلنه کموالى خو په ټپيانو کې ٥٨ سلنه ډېروالى ښيي.

يوناما وايي ، چې د ملکي تلفاتو له ټوليزې يادې شمېر  ١٢ سلنه د مخالفينو او دولت پلويو ځواکونو په ځمکنيو جګړو کې وژل شوي او د پاتې پنځه سلنې تلفاتو لامل د چاودېدونکيو توکو د پاتې شونو چاودنې دي.

 د يوناما د بشري حقونو د برخې مسوولې جورجت ګنيان نن په يوه خبري ناسته کې په کابل کې د ياد شوي راپور د وړاندې کولو پرمهال وويل ، چې  په لومړۍ درجه کې په عامو سيمو او لارو کې د مخالفينو لخوا ښخ شوي چاودېدونکي توکي او په دويمه درجه کې د دولت پلويو ځواکونو [افغان او بهرني] او مخالفينو ترمنځ ځمکنۍ جګړه د ملکي تلفاتو لامل دي

ګنيان وويل چې د تېر کال د لومړۍ نيمايي په پرتله  د ښځو او ماشومانو تلفات ٣٨ سلنه ډېر شوي دي.

 دې  په دې اړه د اندښنې ښودلو ترڅنګ وويل چې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې  ٣٣٧ تنه ښځې او ماشومان وژل شوي او ٧٧٠ نور ټپيان دي.

هغې زياته کړه:”د ٢٠١٣ کال په لومړۍ نيمايي کې د ملکي تلفاتو ډېروالى د افغانستان خلکو ته ويروونکى دى. دا مسئله څرګندوي چې  په جګړو کې د ملکي خلکو د ساتنې له پاره د ښکېلو خواوو پياوړې  ژمنې  اړتيا ده.”

په راپور کې د مخالفينو لخوا هدفي وژنو ته هم اشاره شوې او ويل شوي چې پر دولتي کارکوونکو، قومي مخورو، ملا امامانو، قاضيانو او څارنوالو له دولت سره د همکارۍ په تور بريدونه ډېر شوي دي.

راپور ښيي چې په هدفي وژنو کې په تېرو شپږو مياشتو کې  ٣١٢ تنه ملکي کسان وژل شوي او ١٣١ نور ټپيان شوي چې دتېر کال په پرتله ٢٩ سلنه ډېروالى ښيي.

ګنيان وويل چې د تلفاتو شمېره په ٢٠١١ کال کې لوړه وه، په ٢٠١٢ کې ټيټه شوه خو په ٢٠١٣ کې يې  بېرته د وړم کال په څېر لوړوالى موندلى دى.

د يوناما د بشري حقونو د برخې مسوولې وويل چې د جګړې ښکېلې غاړې بايد د ملکيانو ژوند ته پام وکړي .  دې ه ځانګړي توګه د دولت له وسلوالو مخالفينو وغوښتل چې په قصدي ډول د ملکيانو له وژنو ډډه وکړي.

ګنيان وويل چې د ملکي تلفاتو اوسنى راپور يې له وسلوالو طالبانو سره هم شريک کړى دى.

خو وسلوالو طالبانو دغه راپور په کلکه رد کړى دى  او ويلي يې دي ، چې په راپور کې دولتي کارکوونکي ملکيان بللي شوي دي .

طالبانو تور پورې کړى چې “يوناما تل خپل راپور په کابل کې د امریکا  سفارت په لارښونه او سپارښتنه جوړوي  چې موخه يې د دولت د وسلوالو مخالفنيو پر وړاندې د خلکو د منفي ذهنيتونو راپارول دي .  

په کابل کې د ايساف مطبوعاتي دفتر د يوناما د ياد شوي راپور ستاينه کړې او ويلي يې دي ، چې ايساف د ملکي وګړو د تلفاتو مخنيوي ته پوره ژمن دى .

ايساف ويلي، چې له افغان ځواکونو سره يې په ګډه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره اړين ګامونه پورته کړي او دې کار مثبت پايله له ځان سره لرلې ده .

د ايساف په اعلاميه کې تور پور شوى ، چې شاوخوا ٩٠ سلنه ملکي تلفات د طالبانو لخوا اوړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.