Language

يوناما: ملکي تلفات ٢٣ سلنه ډېر شوي

کابل (پژواک ٩زمرى٩٢): ملګري ملتونه وايي، د روان ميلادي کال په لومړۍ نيمايي کې د تېر کال د همدې وخت په پرتله د ملکي افغانانو مرګ ژوبله ٢٣ سلنه ډېره شوې ده.

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر (يوناما) د راپور له مخې، په تېرو شپږو مياشتو کې ٣٨٥٢ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې له دې ډلې ١٣١٩ تنه وژل شوي او پاتې ٢٥٣٣ تنه ټپيان شوي دي.

يوناما وايي چې د وژل شويو کسانو کچه ١٤ سلنه او د ټپيانو ٢٨ په سلو کې لوړه شوې ده.

د راپور د معلوماتو له مخې، د دولت وسله والو مخالفينو  ١٠٣٨ تنه وژلي او  ١٨٢٥ نور يې ټپيان کړي، چې دغه شمېرې د ټولې مرګ ژوبلې ٧٤ سلنه جوړوي.

سرچينه زياتوي، چې دا شمېره د تېر کال په پرتله ١٦ سلنه لوړوالى ښيي.

راپور وايي، چې افغان او بهرني ځواکونه د نهه سلنې تلفاتو مسوول دي.

د سرچينې د څرګندونو له مخې،د ملکي تلفاتو له يادې شمېرې افغان او بهرنيو ځواکونو  ١٤٦ تنه وژلي او ٢١٦ يې ټپيان کړي دي ، چې دا د تېر کال په پرتله په وژنو کې ١٦ سلنه کموالى ، خو په ټپيانو کې ٥٨ سلنه ډېروالى ښيي.

يوناما وايي، چې د ملکي تلفاتو له ټوليزې يادې شمېرې  ١٢ سلنه د مخالفينو او دولت پلو ځواکونو په ځمکنيو جګړو کې وژل شوي او د پاتې پنځه سلنې تلفاتو لامل د چاودېدونکيو توکو د پاتې شونو چاودنې دي.

 د يوناما د بشري حقونو د برخې مسوولې جورجت ګنيان نن په يوه خبري ناسته کې په کابل کې د ياد شوي راپور د وړاندې کولو پرمهال وويل ، چې  په لومړۍ درجه کې په عامو سيمو او لارو کې د مخالفينو له خوا خښ شوي چاودېدونکي توکي او په دويمه درجه کې د دولت پلو ځواکونو (افغان او بهرني) او مخالفينو ترمنځ ځمکنۍ جګړه د ملکي تلفاتو لامل دي.

ګنيان وويل، چې د تېر کال د لومړۍ نيمايي په پرتله  د ښځو او ماشومانو تلفات ٣٨ سلنه ډېر شوي دي.

 دې  په دې اړه د اندېښنې ښودلو ترڅنګ وويل ، چې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې  ٣٣٧ تنه ښځې او ماشومان وژل شوي او ٧٧٠ نور ټپيان دي.

هغې زياته کړه:”د ٢٠١٣ کال په لومړۍ نيمايي کې د ملکي تلفاتو ډېروالى د افغانستان خلکو ته وېروونکى دى. دا مسئله څرګندوي ، چې  په جګړو کې د ملکي خلکو د ساتنې لپاره د ښکېلو خواوو پياوړې  ژمنې ته اړتيا ده.”

په راپور کې د مخالفينو له خوا هدفي وژنو ته هم اشاره شوې او ويل شوي، چې پر دولتي کارکوونکو، قومي مخورو، ملا امامانو، قاضيانو او څارنوالانو له دولت سره د همکارۍ په تور بريدونه ډېر شوي دي.

راپور ښيي،چې په هدفي وژنو کې په تېرو شپږو مياشتو کې  ٣١٢ تنه ملکي کسان وژل شوي او ١٣١ نور ټپيان شوي، چې د تېر کال په پرتله ٢٩ سلنه ډېروالى ښيي.

ګنيان وويل، چې د تلفاتو شمېره په ٢٠١١ کال کې لوړه وه، په ٢٠١٢ کې ټيټه شوه ، خو په ٢٠١٣ کې يې  بېرته د وړم کال په څېر لوړوالى موندلى دى.

د يوناما د بشري حقونو د برخې مسوولې وويل ،چې د جګړې ښکېلې غاړې بايد د ملکيانو ژوند ته پام وکړي .  دې  په ځانګړې توګه د دولت له وسله والو مخالفينو وغوښتل، چې په قصدي ډول د ملکيانو له وژنو ډډه وکړي.

ګنيان وويل ، چې د ملکي تلفاتو اوسنى راپور يې له وسله والو طالبانو سره هم شريک کړى دى.

خو وسله والو طالبانو دغه راپور په کلکه رد کړى او ويلي يې دي ، چې په راپور کې دولتي کارکوونکي ملکيان بللي شوي دي .

طالبانو تور پورې کړى، چې “يوناما تل خپل راپور په کابل کې د امریکا  سفارت په لارښوونه او سپارښتنه جوړوي ، چې موخه يې د دولت د وسله والو مخالفنيو پر وړاندې د خلکو د منفي ذهنيتونو راپارول دي .  

په کابل کې د ايساف مطبوعاتي دفتر د يوناما د ياد شوي راپور ستاينه کړې او ويلي يې دي ، چې ايساف د ملکي وګړو د تلفاتو مخنيوي ته پوره ژمن دى .

ايساف ويلي، چې له افغان ځواکونو سره يې په ګډه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره اړين ګامونه پورته کړي او دې کار مثبته پايله له ځان سره لرلې ده .

د ايساف په اعلاميه کې تور پور شوى ، چې شاوخوا ٩٠ سلنه ملکي تلفات د طالبانو له خوا اوړي.