کابل (پژواک ١٣ زمرى ٩٢): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت او په کابل کې د امريکا د متحدو ايالتونو سفارت په جلال اباد ښار کې د هند په قونسلګرۍ د تېرې ورځې بريد په کلکه غندلى دى.
د امنيتى چارواکو په وينا، په دغه ځانمرګي بريد کې نږدې اته ملکي وګړي ووژل شول او ٢٢ نور ټپيان وو.
په کابل کې د متحدو ايالتونو سفارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه بريد غندلى او د روژې په مبارکه مياشت کې يې د ملکي وګړو پر وژنه خواشيني څرګنده کړې ده.
سفارت د قربانيانو له کورنيو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره ويلي: “وېره اچوونکو يو ځل په خپلو بريدونو کې د ملګي وګړو ژوند ته خپله بې اعتنايي څرګنده کړه.”
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره دغه بريد غندلى دى.
په ياده خبرپاڼه کې د بهرنيو چارو د وزير زلمي رسول له قوله راغلي، چې بريدګر نه شي کولاى د داسې بريدونو په پلانولو د هند او افغانستان دوستانه اړيکې زيانمنې کړي.
د بهرنيو چارو وزير ويلي، چې وسله والو مخالفينو په دغو بريدونو کې د بې ګناه ملکي وګړو له وينې تويېدو پرته بله لاسته راوړنه نه لري.
د هند د بهرنيو چارو وزارت هم دغه بريد غندلى او ويلي يې دي، چې د تېرې ورځې بريد د افغانستان له پولو بهر پلان شوى و.
ياد وزرات همدارنګه د پېښې د قربانيانو کورنيو ته د ډاډګېرنې په ورکولو څرګنده کړې، چې له افغانستان سره به خپلو همکاريو ته ادامه ورکړي.
د دغه بريد مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن