Language

“ملا عمر اعلاميه کې هڅه کړې د هېواد د وېشلو او ضعيفولو تور داغ له ځانه لرې کړي”

کابل (پژواک، ١٦ زمرى ٩٢): حکومت وايي، د طالبانو مشر ملاعمر په خپله خپره کړې اعلاميه کې هڅه کړې، چې د افغانستان د وېشلو او کمزوري کولو پړه له ځانه لرې کړي.

د طالبانو مشر ملا محمد عمر د کوچني اختر په پيغام کې، چې يوه کاپي يې پرون پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې، په کې د افغانستان تجزيه رد کړې او ويلي يې و، چې د بهرنيانو تر وتلو وروسته پر افغان شموله تفاهم باور لري.

هغه په دې پيغام کې  زياته کړې: “همدا اوس هېواد له ډېر حساس پړاو څخه تيرېږي او په دې خبره باور لرو، چې يواځې يو اسلامي، عادلانه، خپلواک او افغان شموله نظام کولای شي، زموږ  د هېوادوالو د نېکمرغۍ او هوساينې لامل شي.”

د طالبانو مشر ملا محمد عمر په دې پيغام کې د افغانستان له تجزيې او وېشلو سره د کلک مخالفت ښودلو ترڅنګ زياته کړې وه، چې د ولس په ملاتړ به هېچاته اجازه ورنه کړي ، چې د هېواد د تجزيې په شوم پلان کې بريالى او هېواد د سمتونو يا قومونو په نوم ووېشي.

له ارګ څخه نن پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د ملا محمدعمر مجاهد په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې “افغانستان همدا اوس له ډېر حساس پړاو څخه تېريږي.” او اعلاميه زياتوي، چې د هېواد دښمن نوې دسيسې او پلانونه په کار اچوي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې: “داسې ښکاري چې د طالبانو دغه اعلاميه د افغانستان د جمهور رييس هغو خبرو ته اشاره کوي، چې دى يې له څو مياشتو راهيسې ملت ته د يوې لويې اندېښنې په توګه بيانوي.”

د سرچينې په وينا، حامد کرزي له څو مياشتو راهيسې، په تېره د قطر دفتر له پرانيستل کېدو وروسته په وار وار ويلي، چې داسې يوه بهرنۍ دسيسه موجوده ده، چې هڅه کيږي سولې ته د افغانانو له تلوسې څخه په ناوړې ګټې اخيستنې سره د سولې پروسه په افغانستان کې د ملوک الطوايفۍ او په بېلابېلو نومونو د ګران هېواد د وېشلو وسيله وګرځي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان اسلامي امارت په نامه د قطر د دفتر پرانيستل کېدل د افغانستان د ولسمشر د خبرو ښه مصداق و او په همدې دليل ټول ملت د هغه تر شا ودرېد او له خپل يووالي او د خاورې له تماميت څخه يې دفاع وکړه.

خبرپاڼه ليکي: “دا چې طالبان په دغې دسيسې کې دخيل عنصر ګڼل کيږي او دغه کار عامه ذهنيتونه د دوى پر ضد راپارولي، نو له همدې امله د طالبانو مشر ملا محمدعمر په خپله اعلاميه کې هڅه کړې، چې د افغانستان د وېشلو او ضعيف کولو تور داغ له ځانه لېرې کړي او ځانته د برائت تر لاسه کولو لپاره د هېواد له لوېشت لوېشت نه د دفاع ادعا وکړي.”

ارګ وايي، که د طالبانو دغه ادعا سمه وي، نو لازمه ده چې هغه وسله چې د هېواد د ورانولو لپاره کارول کيږي، له خپلو اوږو ښکته کړي، پردي وطنونه پرېږدي، د هېواد دننه د سولې خبرې پيل کړي او د خپل وطن ابادولو ته مټې راونغاړي.