ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د نوم ليکنې مرکزونو ته د خلکو ورتګ ډېر شوى

هرات کې د نوم ليکنې مرکزونو ته د خلکو ورتګ ډېر شوى

author avatar
18 Aug 2013 - 12:45
هرات کې د نوم ليکنې مرکزونو ته د خلکو ورتګ ډېر شوى
author avatar
18 Aug 2013 - 12:45

هرات (پژواک ٢٧ زمرى ٩٢): په هرات کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون چارواکي  وايي، چې د دغه ولايت په مرکز او ۱۵ ولسواليو کې يې له کومې ستونزې پرته  څه باندې ۳۲ زره کسانو د رايې اچونې کارتونه وېشلي دي.

په هرات کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د بهرنيو اړيکو مدير احمدطارق ارين  پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ټول ولايت کې يې کار په منظمه توګه پر مخ ځي او تر اوسه له هيڅ ډول ستونزې سره نه دي مخ شوي.

نوموړى زياتوي، له هغې ورځې چې د کارتونو د وېش مرکزونه پرانيستل شوي، په ښار کې ۱۶۵۰۰ تنو او په ولسواليو کې هم تر اوسه ۱۶۰۰۰ تنو د رايې اچونې کارتونه اخيستي دي.

د ارين په خبره، په کار اخيستونکو کې ٢٥ سلنه يې مېرمنې دي.

د ټاکنو د سيمه ييز دفتر د مشر په وينا، دوی پلان لري په هرات کې ۸۰ زره کارتونه ووېشي خو د خلکو غوښتنې ته په کتو په له مرکزه نور کارتونه هم وغواړي او د کارتونو د وېشلو ګرځندنه مرکزونه به خلاص کړي.

د هرات ښار د ترقي پارک په  مرکز کې د عصمت الله په نوم يو ځوان،چې تازه اتلس کلن شوى د کارت اخيستلو په موخه دغه مرکز ته راغلى و.

دى وايي: ((خوښ يم چې د ټاکنو کارت ترلاسه کوم زه د خپلې رايې په اهميت پوهېږم او داسې چا ته به رايه ورکړم، چې زموږ دين، وطن او ملي ګټو ته وفادار وي.))

د سلطانعلي په نوم يو بل ۳۵ کلن ځوان هم د کارت اخيستلو لپاره په ليکه کې ولاړ و، د ده کارت ورک شوى دى، دى وايي، غواړي داسې چا ته رايه ورکړي،چې د ولس او هېواد خدمت وکړي.

هغه زياتوي، ډېرى کسان تذکرې نه لري او هم دې د کارت وېشلو مرکزونه زيات شي، چې خلک په اسانۍ وکړاى شي کارت واخلي.

د ښځينه و لپاره د کارت اخيستلو جلا مرکزونه پرانيستل شوي، يوې مېرمنې چې نه يې غوښتل نوم او عکس يې خپور شي رسنيو ته وويل، په هر ډول راشرايطو کې به په ټاکنو کې برخه واخلي او د خپلې خوښې نوماند ته به رايه ورکړي.

خو د ټاکنو د سيمه ييز دفتر د رسنيو مشر ارين وايي، چې د خلکو د غوښتنې له مخې يې د ټاکنو له دفتره غوښتي، چې د کارتونو د وېشلو مرکزونه زيات کړي.

هغه زياته کړه، له امنيتي ادارو سره په همغږۍ په مرکز او ولسواليو کې ٤٦٧ د رايې اچونې مرکزونه په نښه کړي دي.

ارين د فيفا په هغه راپور کې هرات شامل نه بولي، چې په کې ويل شوي و، د رايې اچونې په کارتونو کې جعل کاري کېږي او يا هم په ځينو ولايتونو کې تر ١٨ کلنۍ ټيټ عمر هلکانو ته کارتونه وېشل کېږي.

د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالروف احمدي پژواک ته وويل، امنيتي ادارې به په پوره همغږۍ د ټاکنو د ټولو چارو خونديتوب تضمين کړي.

هرات په دې وروستيو کې نا امنه شوى، تېره ورځ د دغه ولايت په تر ټولو امنه سيمه کې د سړک جوړونې د کمپنۍ ٩  کارګر ووژل شول.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.