کابل (پژواک، ٢٨ زمرى٩٢): د هېواد د خپلواکۍ ٩٤مه کليزه د ولسمشر حامد کرزي لخوا په ملي دفاع وزارت کې د زادۍ څلي کې د ګلانو د ګېډۍ په کېښودو په لنډو مراسمو سره ونمانځل شو.
د خپلواکۍ د نمانځلو په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت تشريفاتي ګارډ د هېواد ملي سرود وغږوه.
د ګلانو د اېښودو تر مراسمو وروسته، ولسمشر له رسنيو سره له خبرو کولو پرته خپل دفتر ته ستون شو.
په دې مراسمو کې کابينې غړو، د ملي شورا د دواړو مجلسونو مشرانو او د دولت د ځېنو نورو لوړپوړو چارواکو په ګډون يو شمېر بهرنيو دپلوماتانو هم برخه لرله.
افغانانو د غازي امان الله خان په مشرۍ وروسته له ډېرو سرښندنو د ١٢٩٨ کال د زمري په ٢٨ مه له انګريزانو د هېواد خپلواکي ترلاسه کړه.
په تېرو کلونو کې دا ورځ په شاندارو مراسمو سره نمانځل کېده، خووروسته له هغه چې په ١٣٨٧ کال کې د مجاهدينو د بري ورځې (ثور اتمه) د نمانځلو پر مراسمو وسلوال بريد وشو، حکومت د خپلواکۍ ورځ په لنډ ډول نمانځي.
په ننيو مراسمو کې د آزادۍ څلي شاوخوا د غازي امان الله خان، ولسمشر حامد کرزي، احمدشاه بابا، محمد ظاهرشاه، ميرويس نېکه، استاد برهان الدين رباني، احمدشاه مسعود او د هېواد د ځېنو ورو شخصيتونو تصويرونه لګېدلي وو.
دا ورځ د کابل په ګډون په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم نمانځل کېږي.
نن په کابل کې د ځېنو ځوانانو لخوا د خپلواکۍ د ورځې په وياړ په ډېرو ولولو سره سلګونه پسټ کارټونه وويشل شول چې د هېواد ملي بيرغ پکې انځور شوى وو.
دغه ځوانان چې نجونې هم پکې وې په خپلو موټرو کې په لوړ غږ ملي ترانې غږولې د کابل ښار پر سړکونو وګرځېدل.
هغوى په ښار کې د تر ګرځېدو او د پوسټ کارټونو تر ويشلو وروسته د کابل طاق ظفر ته لاړل چېرته چې د هېواد خپلواکي له هغه ځايه اعلان شوې او د افغانستان بيرغ يې پر څلي پورته کړ.
نجيب شريفي د ننني خوځښت يوه له سمبالوونکو، رسنيو ته وويل چې پوسټ کارټونه يې په هېوادوالو کې د هېواد پالنۍ د روحيې د پياړوتيا لپاره وويشل.
هغه پر حکومت نيوکه وکړه چې دغه ورځ يې په ډېرو لنډو مراسمو ونمانځه.
١٧ کلنه فاطمه چې د پسټ کارټونو په ويشلو کې يې په ډېرې خوښۍ برخه اخستې وه، پژواک ته وويل چې ټول ځوانان، نجونې او هلکان بايد د خپل هېواد د خپلواکۍ ورځې نمانځنه وکړي.
فاطمې وويل چې پوسټ کارټونه په خلکو کې د هېواد پالنې د روحيې د پياوړتيا په موخه توزيع کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP