هرات (پژواک٨وږى٩٢) : د هرات امنيتي مسوولين وايي ، چې په دغه ولايت کې يې د وسله والو طالبانو تر ټولو مشهور قوماندان له اتو وسله والو ملګرو سره وژلى دى.
په هرات کې د ملي اردو د کومانډو ځواکونو وياند تورن مهدي قادري پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د ملي اردو ځواکونو تېره شپه د ګذرې ولسوالۍ په سياوشانو سيمه کې عمليات وکړل.
هغه زياته کړه، چې د يادو عملياتو په ترڅ کې په هرات کې د وسله والو طالبانو مشهور قوماندان عبدالله اکبري له اتو تنو وسله والو ملګرو سره ووژل شو .
قادري وويل ، چې د اکبري جسد ، چاودېدونکي توکي او پوځي تجهيزات د ملي اردو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
د هغه په وينا، په يادو عملياتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې .
د سياوشانو سيمې يو تن اوسېدونکي شېرخان پژواک ته وويل ، چې تېره شپه افغان ځواکونو د هوا او ځمکې لارې په دې سيمه کې د وسله والو طالبانو پر ضد عمليات وکړل .
هغه زياته کړه ، چې د يو شمېر وژل شويو طالبانو جسدونه نن سهار هم په سيمه کې پراته و.
د ٢٠٧ ظفر قول اردو وياند ډګروال نجيب الله نجيبي هم ياد عمليات تاييدکړل او ويې ويل ، چې په دې عملياتو کې عبدالله اکبري هم وژل شوى دى .
وسله والو طالبانو لا تراوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي .
د ګذرې ولسوالۍ د هرات ښار په ٢١ کيلومترۍ کې پرته ده .
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن