ژبه

پنجشېر کې د بیروج ډبرو کان استخراج پیل شو

کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۵): د پنجشېر ځايي چارواکي وایي، د دغه ولایت د مرکز بازارک په مربوطاتو کې د بیروج کان رسمي استخراج پیل شوی او ټاکل شوې چې ډېر ژر به په عنابه او ابشار ولسوالیو کې هم د دې قیمتي ډبرې استخراج پیل شي.

د پنجشېر ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کارموندنې، د سیمه‌ییز اقتصاد د پیاوړتیا او له طبیعي سرچینو د معیاري استفادې په موخه، د بازارک په مربوطاتو کې د بیروج کان رسمي استخراج پیل شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې تر اوسه د پنجشېر په عنابه، ابشار او بازارک ولسوالیو کې د بیروج لس کانونه تثبیت شوي دي.

د سرچینې په خبره، یاد کانونه مخکې په ازمایښتي ډول استخراج شوي وو او د هغوی د نمونو ارزونې مثبتې پایلې لرلې چې له امله یې د بیروج د رسمي استخراج زمینه برابره شوې ده.

په خبرپاڼه کې د پنجشېر د کانونو او پټرولیم د رییس مولوي محمدقاسم امیري له قوله راغلي چې د بازارک په مربوطاتو کې د بیروج کان استخراج له قانوني پړاوونو او رسمي جواز له ترلاسه کېدو وروسته پیل شوی دی.

د پنجشېر د رسنیو دفتر زیاته کړې چې د عنابې او ابشار ولسوالیو د بیروج کانونو د استخراج د جوازونو قانوني چارې هم بشپړې شوې او ټاکل شوې ډېر ژر په دغو ولسوالیو کې هم د یادو کانونو استخراج پیل شي.

د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، اوسمهال په دغه ولایت کې د سرو زرو، زمردو او بیروج کانونو سربېره، ۱۷ نور ډوله قیمتي ډبرې هم تثبیت شوې دي.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د پنجشېر یو شمېر اوسېدونکي وایي، په وروستیو کلونو کې د کانونو، په ځانګړي ډول د زمردو استخراج په دغه ولایت کې د سوداګرۍ او سیمه‌ییزو بازارونو د ودې لامل شوی دی.

دوی ویلي، د کانونو د معیاري استخراج دوام کولی شي ځوانانو ته د کار زمینه برابره او د کورنیو د اقتصادي وضعیت په ښه‌والي کې مرسته وکړي.