چاريکار(پژواک ١٦ وږى ٩٢): په ولسي جرګه کې د پروان د خلکو استازي مير رحمان رحماني پر ساتونکو د ناقانونه وسله والو په بريد کې له دواړو لوريو يو ، يو تن وژل شوى دى .
دغه بريد، چې له بريدکوونکو يو تن او د رحماني له ساتونکو دوه تنه په کې ټپيان شوي هم دي ، نن سهار شاوخوا نهه بجې د پروان ولايت د بګرام ولسوالۍ په توقچي سيمه کې رامنځته شوى دى .
دا څرګندونې د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي پژواک خبري اژانس ته وکړې او ويې ويل، چې د رحماني ساتونکي په ياده سيمه کې په موټر کې روان وو، چې د ناقانونه وسله والو تر بريد لاندې راغلل.
قدوسي د يادو ناقانونه وسله والو د پېژندګلوۍ په اړه معلومات ورنه کړل، خو ويې ويل ، چې د بريدکوونکو له ډلې د وژل شوي تن مړى د بګرام په شاکاه سيمه کې د هغه کورنۍ ته سپارل شوى دى .
دى وايي، چې له بريدکوونکو څخه ټپي شوى تن يې له يو شمېر نورو ملګرو سره په تېښته بريالى شوى ، خو پوليسو په بريد کې د لاس لرلو په شک درې تنه نيولي دي .
هغه وويل، چې د رحماني له ټپي شويو ساتونکو څخه يو تن د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوى او بل يې په بګرام کې په يوه کلينيک کې تر درملنې لاندې دى.
دى وايي، چې د رحماني له ساتونکو د وژل شوي کس مړى هم ياد کلينيک ته لېږدول شوى دى .
سرچينې زياته کړه ، چې د بريد علت او په اړه نور جزييات به يې تر پلټنو وروسته معلوم شي .
د عبدالله په نوم عيني شاهد هم په بريد کې د مرګ ژوبلې په اړه د ولسوال څرګندونې تاييدوي .
عبدالله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د رحماني د ساتونکو موټر په سيمه کې تېرېده ،چې ناڅاپې ډزې پرې پيل شوې.
هغه وايي، چې د رحماني ساتونکو هم ځوابي ډزې پيل کړې او شاوخوا ٧ دقيقې لنډه نښته رامنځته شوه . دى وايي، چې وروسته پوليس ور ورسېدل او سيمه يې کلابنده کړه.
هڅه مو وکړه ،چې په دې اړه له ميررحمان رحماني سره خبرې وکړو ، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه .