هرات (پژواک ١٩ وږى ٩٢):دافغانستان په لوېديځ زون کې دايساف نوى قوماندان وايي،ځواکونه يې چمتو دي، چې د افغان جنرالانو تر مشرۍ لاندې د امنيت، په تېره بيا د ټاکنو د امنيت د ټينګښت لپاره دنده تر سره کړي.
په لوېديځ زون کې د ايساف د قوماندانۍ مشرتوب نن په رسمي ډول له اېټاليوي جنرال “انتسيو ګمبه ” څخه نوي قوماندان جنرال “پله ګرينو” ته وسپارل شو.
ګرينو، په دې اړه جوړه شوې ناسته ته په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه، چې د افغان ځواکونو د غوښتنې په صورت کې به يې تر قوماندې لاندې پوځونه په پوځي عملياتو کې برخه واخلي.
خو ده وويل،چې د دې ځواکونو قومانده به د افغان جنرلانو په واک کې وي.
هغه وويل، چې ځواکونه به يې د اړتيا په صورت کې د راتلونکي کال د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنو د امنيت د ټينګښت لپاره هم د افغان امنيتي ځواکونو سره اوږه په اوږه کار وکړي.
په لوېديځ زون کې د ٢٠٧ ظفر قول اردو قوماندان جنرال تاج محمد جاهد د ايساف د پخواني قوماندان له شپږ مياشتني ماموريت څخه مننه وکړه او د ايساف او افغان ځواکونو پر همغږۍ يې ټينګار وکړ.
هغه د افغان ځواکونو وړتياوې وستايلې او ويې ويل، چې سږ کال په هرات کې ټول پوځي عمليات افغان ځواکونو رهبري کړي دي.
د چارواکيو د معلوماتو له مخې، ايساف دا مهال په هرات کې پنځه زره سرتيري لري ، چې ډېر يې اېټالويان دي.
ددې ځواکونو قوماندان په هرو شپږو مياشتو کې بدليږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP