هرات،درېيم تعقيب (پژواک ٢٢وږى ٩٢): په هرات کې د امريکا پر کونسلګرۍ بريد د اوو بريدکوونکو او دوو امنيتي سرتېرو په وژل کېدو او د ١٩تنو په ټپي کېدو پاى ته ورسېد.
دغه بريد نن سهار شاوخوا پنځه نيمې بجې د يو شمېر بريدګرو له خوا د هرات په پنځه ستوري هوټل ، چې د امريکا کونسلګري په کې ده ، وشو.
د هرات امينه قوماندان مل پاسوال رحمت الله صافي پژواک اژانس ته وويل، چې دغه بريد د امريکايي او ايټالوي ځواکونو د عملياتو په پايله کې نن له غرمې مخکې يوولس بجې پاى ته ورسېد.
ده وويل ، چې لومړى يوه بريد کوونکي له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته د کونسلګرۍ د نظام قرول له دروازې سره چاودنه ورکړه او دويم بريد کوونکي بل موټر د نظام قرول په دروازه کې و چاوه.
هغه وايي، چې درېيم پلي بريدکوونکي له چاودېدونکو توکو ډک خپل واسکټ ته د کونسلګرۍ په انګړ کې چاودنه ورکړه او نورو بريد کوونکو نښته پيل کړه .
د قوماندان په وينا، چې د بريد کوونکو پنځه جسدونه د پېښې په ځاى کې پاتې دي او د بريدکوونکو دوه نور جسدونه د موټر بم په چاودنو کې له منځه تللي دي
دده په خبره ، بريد کوونکو د کونسلګرۍ د ساتونکو په څېر نظامي لباس اغوستى و .
ده وويل ، چې په دې پېښه کې يو پوليس او يو د کونسلګرۍ ساتوونکى وژل شوي ، څلور پوليس ، د کونسلګرۍ يو ساتونکى او يو ژباړن ټپيان شوي دي.
خو دهرات د حوزوي روغتون مشر ډاکټر محمد رفيق شيرزى وايي ، چې روغتون ته ١٩ټپيان راليږدول شوي ، چې د درې تنو روغتيايي حالت نازک دى .
ده وويل چې په ټپيانو کې پنځه ماشومان ، دوه ښځې ، دوه ساتونکي ، دوه پوليس او پاتې نور هم ملکي وګړي دي .
امنيتي مسوولين وايي ، چې افغان ځواکونو په دې عمليات کې له بهرنيو ځواکونو سره برخه نه درلوده او يواځې يې د کونسلګرۍ ساحه محاصره کړې وه .
سره له دې چې عمليات پاى ته رسېدلي ، خو بيا هم په هوا کې چورلکې ګرځي او دوه چورلکې د کونسلګرۍ په انګړ کې کيناستې.
وسله والو طالبانو ددغه بريد مسووليت پرغاړه اخيستى دى.
په هغه ايميل کې چې د وسله والو طالبانو د وياند قاري يوسف احمدي له خوا پژواک اژانس ته راليږل شوى ، راغلي چې ددوى بريدکوونکي د کونسلګرۍ په دروازه کې له چاودېدونکو توکو څخه ډک د مازدا موټر تر چاودنې وروسته د کونسلګرۍ انګړ ته ننوتلي او په نښته بوخت شوي دي.
د طالبانو په ادعا ، چې په دغه بريد کې تر دې مهال ١٣بهرنيان او ١٢د ملي اردو هغه سرتيري، چې هڅه يې کوله کونسلګرۍ ته ننوځي وژل شوي دي
قاري يوسف وويل :((موږ په دغه بريد سره ثابته کړه چې امريکايان په هيڅ ځاى کې نه دي خوندي. ))
په هرات کې د امريکا کونسلګري په پنځه ستوري هوټل کې په داسې ځاى کې موقعيت لري ، چې دوه تفريحي ځايونه (تخت سفر او ملت باغ) او د هرات پوهنتون ورسره نږدې دي.
د هرات يو شمير ښاريان شکايت کوي او وايي ، چې دغه ډول دپلومايتک ځايونه بايد په دغسې ګڼ مېشتو ساحو کې نه وي.
د يادونې ده ، چې تېرکال هم پر دغې کونسلګرۍ د راکټي بريد په ترڅ کې ددغې کونسلګرۍ يوڅه برخه زيانمنه شوې وه او طالبانو يې مسووليت پرغاړه اخيستى و .
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن