هرات ښار ( پژواک ٢٣ وږى ٩٢ ) : د هرات د شينډ ولسوالۍ ولسوال له يوې چاودنې روغ وتلى دى .
د شينډنډ ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال غلام غوث مليار د وږي په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولسوال عبدالحميد فضلي نن غرمه مهال له هرات ښار څخه د شينډنډ ولسوالۍ په لور روان و، چې دادرسکن ولسوالۍ ، په مربوطاتو کې د سړک د غاړې ماين چاودنه پرې وشوه.
هغه زياته کړه چې ولسوال او ساتونکي يې له چاودنې روغ وتلي دي، خو موټر يې لږ زيانمن شوى دى.
نوموړي ددې چاودنې پړه وسلوالو طالبانو واچوله ، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن