ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ترافيکي پېښه کې ١٨ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

author avatar
15 Sep 2013 - 20:03
author avatar
15 Sep 2013 - 20:03

هرات (پژواک ٢٤ وږى ٩٢): د بادغيس چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې په يوې ترافيکي پېښه کې ١١ تنه مړه او اووه نور ټپيان دي.

 

د بادغيس امنيه قوماندان مل پاسوال شرف الدين شرف د وږي په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، يو فلاينکوچ ډوله موټر چې له فارياب څخه بادغيس ته په لاره و، د بادغيس د مقر ولسوالۍ په منګانو کوتل کې د تخنيکي ستونزې له امله اوښتى دى.

ده زياته کړه، په دغې پېښه کې ١١ مسافر مړه شوي، چې درې يې مېرمنې دي او ٧ نور ټپيان دي، چې يوه مېرمن او يو ماشوم هم په کې شامل دي.

د بادغيس مرکزي روغتون يوه ډاکټر د نوم نه ښودلو په شرط پژواک ته وويل، چې دوى ته ١٨ تنه چې مړه او ټپيان دي، وروړل شوي دي.

د هغه په وينا، د ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او تر لومړنۍ روغتيايي مرستې وروسته به يې د شپې مهال د ګاونډيو ولايتونو کوم روغتون ته د امبولانس په واسطه ولېږدوي.

د يادولو ده، چې د ياد ولايت په دغه سيمه کې د تېر کال وروستيو کې هم په يوه ترافيکي پېښه پنځه تنه مړه شوي وو.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.