ژبه

“د پاکستان خاوره کې دې د حقاني او طالبانو مرکزونه په نښه شي”

واشنګټن (پژواک ٢٩ وږى ٩٢): د امريکا د دفاع وزارت يوه پخواني جنرال د پاکستان په خاوره کې د حقاني ډلې او وسله والو طالبانو پر ضدد عملياتو غوښتنه وکړه.

ياد پخواني جنرال جان اېم کېن پرون په واشنګټن کې د مشرانو جرګې د وسله والو ځواکونو د کمېسيون پر وړاندې په خپلو څرګندونو کې وړانديز وکړ، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته دې په افغانستان کې ٢٠ زره امريکايي سرتېري پرېښودل شي.

د هغه په وينا، په دې کچه د سرتېرو له پرېښودو سره به نه يواځې په پاکستان کې د ترهګرو د پټنځايونو په منځه وړو ګټور ثابت شي، بلکې د افغان ملي ځواکونو په روزنه کې به هم مهم رول ولوبوي.

نوموړى وايي، چې دغه کار به په افغانستان کې د سولې له پروسې سره هم مرسته وکړي.

متقاعد امريکايي جنرال له امريکا او ناټو غوښتي، چې تر ٢٠٢٠ زېږديز کال پورې د ٣٥٢ زره افغان ملي ځواکونو تمويل ته دوام ورکړي.

پخوا ويل شوي وو، چې تر ٢٠١٧ وروسته به د افغان ملي ځواکونو شمېر ٢٣٠ زرو ته راټيټ کړل شي.

جنرال جان اېم کېن زياته کړې: ((تر ٢٠٢٠ کاله پورې به افغان حکومت وکولى شي د خپلو ځواکونو لګښت په خپله پر غاړه واخلي.))

نوموړي ويلي، چې په افغانستان کې د ګواښونو او مخالفانو د بريدونو د مخنيوي لپاره بايد په پاکستان کې د حقاني او وسله والو طالبانو مرکزونه هدف وګرځول شي.