کابل (پژواک ٢٩ وږى ٩٢): د کورنيو چارو سرپرست وزير د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې د ١٨ پوليسو د وژل کېدو په اړه د څېړنې امر کړى دى.
د کورنيو چارو وزارت وايي، چې د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې وړمه ورځ د يوې نښتې په ترڅ کې ١٨ پوليس وژل شوي او ١٣ نور ټپيان دي.
د ياد وزارت له خوا د وږي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه وزارت سرپرست او نوماند وزير محمد عمر داوودزي ياده پېښه په کلکه غندلې او د پېښې د څېړلو په موخه يې يوه کمېسيون ته دنده سپارلې ده.
سرچينه د بدخشان د امنيه قوماندانۍ د راپور پر اساس زياتوي، تر يو لړ ځانګړو عملياتو وروسته، ملي پوليس د بېرته راستنېدو پر مهال د وسله والو له کمين سره مخ شول او ياده مرګ ژوبله ورته واوښته.
خبرپاڼه زياتوي، چې د کورنيو چارو سرپرست وزير محمدعمر داوودزي يوه کمېسيون ته دنده سپارلې څو دغه پېښه له نږدې وڅېړي او څومره چې ژر کېدای شي د دغه بريد په اړه کره معلومات وړاندې کړي.
ديادونې ده، څو ورځې مخکې دولتي چارواکو د بدخشان د وردوج او د هلمند د سنګين ولسواليو د تفصيې خبر ورکړ، خو يوه ورځ وروسته په دغو ولسواليو کې خونړۍ نښتې رامنځته شوې چې له امله يې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله واوښته.