کابل ( پژواک ١٢تله ٩٢) : د هيواد ولسمشر د يوه فرمان په ترڅ کې امنيتي ځواکونو ته دنده سپارلې،چې د غوره ټاکنو د تر سره کيدو په موخه دې د ټاکنو د دفترونو، کارمندانو او ګډون کوونکو ډاډمن امنيت وساتي .
دغه فرمان چې ١٣ مادې لري ، د ١٣٩٣کال د ټاکنو په ترڅ کې د افغان امنيتي ځواکونو د کړنو د اوصولو په اړه صادر شوى دى .
په دغه فرمان کې چې يوه کاپي يې پژواک اژانس ترلاسه کړې ، راغلي ، چې د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونه او د ملي امنيت رياست مکلف دي ، چې د ډاډمن امنيت د ټينګښت په موخه دې په مرکز او ولايتونو کې د ټاکنو د کارمندانو ،نوم ليکنې د مرکزونو ، رايه ورکوونکو او رايې د شميرلو د دفترونو د ساتنې تدابير ونيسي.
دغه رازه په دې فرمان کې امنيتي ځواکونو ته لارښوونه شوې، چې د ټاکنو خپلواک کميسيون سره لازمه همکاري وکړي .
په فرمان کې زياته شوې ، چې دغه درې امنيتي ارګانونه دنده لري ، چې د ښځو د زياتې ونډې اخيستنې په موخه د نوم ليکنې په مرکزونو او محلونو کې ښځينه توظيف کړي او د نافذه قوانينو په رڼا کې دې د بې طرفۍ اصل په بشپړه توګه په نظر کې ونيسي او رعايت دې کړي او د هيڅ کانديد ، ګوند او اېتلاف طرفداري دې نه کوي .
په دې فرمان کې له امنيتي ځواکونو غوښتنل شوي ، چې د ورسپارل شوې دندې پرمهال دې انساني کرامت او د ټاکنو د کارمندانو قانوني حقوق ، د رايې ورکونکو ، کانديدانو ، څارونکو او رسنيو حقوق راعايت کړي ، ترڅو هغوى وتوانيږي ، چې له خپلو قانوني حقونو څخه برخمن شي .
دغه راز فرمان امنيتي ځواکونو ته سپارښتنه کړې ، چې له هر ډول نژادي ، قومي ، جنسيتي ، سمتي ، ژبني او مذهبي تبعيض او تعصب څخه ځان وساتي او د ټاکنو په چارو کې له هر ډول لاسوهنې څخه دې ډډه وکړي .
همدارنګه په دغه فرمان کې امنيتي ځواکونو ته امر شوى، چې د نوم ليکنې ،رايې ورکوونکو او د رايې د شمير مرکزونو ته دې د غير مسوول وسله والو ، د چارواکو د ساتونکواو نورو غير مسوولو کسانو د ورتګ مخه نيسي او د ټاکنو اړوند اسنادو محرميت دې وساتي.
په فرمان کې امنيتي ځواکونه مکلف شوي، چې د کانديدانو ، اېتلافونو او سياسي ګوندونو هغه غونډې او لاريونونه،چې پوليس يې نه وي په جريان کې کړي او تاوتريخوالى رامنځته کوي ، بايد مخنيوى يې وکړي.