کابل(پژواک،١٧تله٩٢): سرچينې وايي، په کونړ ولايت کې د ولايتي شورا په دفتر کې يو ماشوم د ولايتي شورا د رييس د ساتونکو له خوا سخت وهل شوى دى.
د اسعداباد ښار يوه اوسېدونکي د تلې په ١٧مه، د نوم نه ښودلو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار پر نهو بجو د کونړ ولايتي شورا رييس مياحسن عادل له خپلو ساتونکوسره يوځاى د شفيق الله په نوم يو ماشوم په زور خپل موټر ته پورته کړى دى.
سرچينه وايې، شفيق الله د ولايتي شورا مرکز ته وړى او هلته يې خپلو ساتونکو ته د هغه د وهلو امر کړ ى دى.
د ده په وينا، نوموړى يې دومره وهلى چې بې هوښه شوى او بيا د امبولانس په واسطه د اسعد اباد مرکزي روغتون ته لېږدول شوى دى.
سرچينه زياتوي، چې شفيق الله بل کوم جرم نه و کړى او يواځي يې د ولايتي شورا رييس مياحسن زوى سره لفظې شخړه کړې وه .
د کونړ والي شجاع الملک جلاله، پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل، چې ده ته د رسېدلو معلوماتو پربنسټ، د کونړ د ولايتي شورا په مقر کې د دغې شورا رييس مياحسن عادل يو ماشوم په څپېړو وهلى دى.
ده زياته کړه، د دې پېښې په تړاو د اسعداباد يو شمېر اوسېدونکو لاريون هم کړى دى.
د کونړ د ولايتي روغتون يو تن ډاکټر د نوم نه ښودلو په شرط پژواک ته وويل، چې دوى ته د شفيق الله په نوم يو ماشوم وروړل شوى دى.
ده زياته کړه، چې هغه وهل شوى دى، خو د زياتو جزئياتو له ورکولو څخه يې ډډه وکړه.
خو د کونړ ولايتي شورا رييس مياحسن عادل بيا له پژواک سره په خبرو کې وويل، چې شفيق الله يې د توصيې او نصيحت په موخه د ولايتي شورا مرکز ته غوښتى دى.
د هغه په خبره، دوى ته داسې شکايتونه رسېدلي وو، چې ګويا شفيق الله په لارو کې ښوونځي ته تلونکو نجونو ته مزاحمت کوي.
نوموړي د شفيق الله د وهلو ډبولو خبره رد کړه او زياته يې کړه: “سياسي مخالفين زما د بدنامولو هڅې کوي.”
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېلي پژواک ته وويل، چې شفيق الله د خپل کور مخې ته له نورو هلکانو سره لاس او ګرېوان شوى او د مقابل لوري له خوا وهل شوى دى.
د هغه په خبره، د ده په منځګړتوب ستونزه هواره شوې او دواړه لوري په خپل منځ کې سره جوړ شوي دي.
د کونړ امنيه قوماندان، په دغه پېښه کې د ميا حسن لاس لرل ردوي.
پژواک هڅه وکړه، چې د يادې پېښې په اړه د شفيق الله او يا د هغه د کورنۍ له غړو سره خبرې وکړي، خو بريالى نه شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP