ژبه

د اروزګان چارواکو د دوو طالب ولسوالانو د وژلو خبر ورکړ

اسعداباد (پژواک ١٨ تله ٩٢): د اروزګان ولايت چارواکي وايي چې په ګيزاب ولسوالۍ کې د يوې نښتې په ترڅ کې د دوو ولسوالانو په ګډون ١٣ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل د تلې په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو دوو ورځو راهيسې په ګيزاب ولسوالۍ کې د پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته روانه وه.

هغه زياته کړه، نښته وروسته له هغه پيل شوه، کله چې وسله والو طالبانو وړمه ورځ پر بېلابېلو امنيتي پوستو بريدونه پيل کړل.

دى وايي چې په ياده ولسوالۍ کې جګړه تر پرونه پورې روانه وه،‌ چې په ترڅ کې يې ١٣ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د عايل په وينا، په وژل شوو کې د اروزګان د ګيزاب ولسوالۍ او د دايکنډي د کجران ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوالان هم شامل دي.

پرون د ګيزاب ولسوالۍ امنيه قوماندان اغا لالي پژواک ته ويلي وو، چې په دې نښته کې څلور پوليس هم وژل شوي او د ده په ګډون پنځه پوليس ټپيان دي.

طالب وياند قاري يوسف احمدي بيا وايي، چې په ګيزاب کې يو طالب وژل شوى او دوه ژوبل دي، نوموړي د ګڼ شمېر دولتي سرتېرو د مرګ ژوبلې خبر ورکړ.

د يو بل خبر له مخې، د کندهار په ارغندب ولسوالۍ کې يوه سيمه ييز پوليس دوه کسان وژلي او په خپله تښتېدلى دى.

د ارغنداب ولسوال شاه محمد احمدي پژواک ته وويل، چې دا پېښه د ولسوالۍ د مرجان په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې يوه سيمه ييز پوليس بل پوليس او خپل ورور وژلي او په خپله تښتېدلى دى.

د نوموړي په وينا، په سيمه کې پلټنې پيل شوې دي.

بلخوا د کونړ چارواکو ويلي، چې په يوه چاودنه کې څلور پاکستاني طالبان وژل شوي دي.

په دغه ولايت کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو د دويمې پلې لوا د عامه اړيکو مسوول جګړن هارون يوسفزي پژواک ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه د اسمار ولسوالۍ په يوه غرنۍ سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د پاکستاني طالبانو د هاوان مرمۍ پر دوى چاودېدلې چې له امله يې څلور تنه وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.