ژبه

د هرات-بادغيس حلقوي سړک د جوړولو چارې چټکې شوې

هرات (پژواک ١٨ تله ٩٢): چارواکي وايي، چې د بادغيس او هرات تر منځ د حلقوي سړک ځنډېدلې چارې اوس پرته له کومې ستونزې په چټکۍ پر مخ روانې دي.

د افغانستان د حلقوي سړک کار لس کاله مخکې پيل شوى، چې د وروستۍ برخې کار يې د هرات او بادغيس تر منځ سيمه کې د نا امنۍ له امله څلور کاله وځنډېد.

 د بادغيس د والي وياند ميرويس ميرزکوال پژواک اژانس ته د پروژې د ځنډ لامل د نا امنۍ ترڅنګ د ودانيزو شرکتونو تر منځ نا سالمه سيالي بولي.

نوموړي زياته کړه، د سړک د امنيت لپاره يې  ۱۴۰۰ پوليس او د سيمې خلک په ګډه کار کوي.

د بادغيس د والي وياند وايي، د پروژې لګښت ۴۸۰ ميليونه امريکايي ډالره کېږی.

 د دغه سړک کار تېر کال د فارياب د قيصار ولسوالۍ او د هرات د لامان له لوري پيل شو، چې مالي لګښت يې د اسيا پرمختيايي بانک له لوري ځانګړى شوى و.

 د فارياب او هرات تر منځ د پاتې حلقوي سړک کار د AIUMGV په نوم ترکي او امريکايي کمپنۍ په ګډه پيل کړ.

د امريکايي کمپنۍ مشر ډاکټر حامد سکندري پژواک ته وويل، چې د سړک جوړولو کار سم پر مخ ځي، له شپږو يوه برخه کار يې بشپړ شوى او پاتې کار به يې تر راتلونکو څلورو کلونو بشپړ شي.

 د نوموړي په وينا، د فارياب او هرات تر منځ پاته سړک ٢٣٣ کيلومتره اوږدوالي لري، چې د پخيدو کار يې له پلان سره سم روان دى.

 د بادغيس د بالامرغاب ولسوالۍ يواوسېدونکى او د هرات پوهنتون محصل شراف الدين امرخېل بيا وايي، د حلقوي سړک جوړولو چارې ټکنۍ دي او خلکو ته يې ستونزې ډېرې کړې دي.

 په بادغيس کې د مدني ټولنې فعال عبدالحق مجروح هم د حلقوي سړک په کار کې ځنډ د چارواکو نه پاملرنه بولي او زياتوي، چې په بشپړېدو سره به يې سيمه ييز اقتصاد وده وکړي او له يوې سيمې بلې ته به د خلکو تګ راتګ اسانه شي.

ورته موضوع