Language

پر بګرام هوايي ډګر توغندويي بريد شوى

چاريکار (پژواک ٢٢ تله ٩٢): چارواکي وايي، چې تېره شپه د بګرام پر هوايي ډګر ١٢ راکټونه توغول شوي دي.

دپروان ولايت د بګرام ولسوال  عبدالشکور قدوسي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د بګرام پر هوايي ډګر ١٢ توغندي راويشتل شوي، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه لري.

هغه زياته کړه، چې دغه توغندي د مهتاب خېل او بارک اب له غرونو راتوغول شوي او وايي چې په اړه يې امنيتي ځواکونو په سيمه کې پلټنې کړې، خو تر اوسه يې په تړاو څوک نه دي نيول شوي.

پېښې ته د نږدې سيمې يوه اوسېدونکي ملک مرزا  وايي، چې دوى له ١٢ څخه د زياتو توغنديو د لګېدو غږونه اورېدلي، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه لري.

تر دې مهال د ايساف ځواکونو د ياد بريد په اړه څه نه دي ويلي.

خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا  کوي، چې تېره شپه يې ٢٠ توغندي د بګرام پر هوايي ډګر ويشتلي، چې له امله يې يو شمېر امريکايي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې او د هوايي ډګر ځينو برخو اور هم اخيستى دى.

د ده په وينا، چې د هوايي ډګر په شاوخوا سيمو کې بمبار هم شوى، خو طالبانو ته په کې زيان نه دى اوښتى.

د يادونې ده، تېر کال پر ياد هوايي ډګر په ورته توغندويي بريد کې يوه چورلکه ويجاړه شوه او په کې څلور افغان سرتېري ووژل شول او څلور نور ټپيان وو.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.