Language

اووه افغان طالبان د پاکستان له بنده خوشې شوي

کابل (پژواک، ۲۵ تله ۹۲): پاکستاني رسنيو ويلي، چې دپاکستان حکومت د افغان طالبانو اووه ټيټ پوړي چارواکي له زندان څخه خوشې کړي دي.

 پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس ټربیون ليکلي، چې دغه اووه طالبان د لوى اختر په لومړۍ نيټه خوشې شوي .

د طالبانو یوه چارواکي، چې د نوم له اخیستو يې ډډه کوله، ورځپاڼې ته ويلي، چې دغه ټيټ پوړي طالبان له خپلو کورنیو سره یوځای شوي ، خو د هغوى نومونه يې نه دي په داګه کړي.
وسله والو طالبانو او د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان ددې اونۍ په پيل کې ويلي و، چې د طالبانو يو مشر ملا عبدالغني برادر يې هم له بنده خوشې کړى دى، خو وسله والو طالبانو ويلي، چې ملا برادر تر اوسه د دغه هيواد تر څار لاندې دي.

 ایکسپریس تربیون ورځپاڼې هم د طالبانو د سرچينو په وينا ليکلي ، چې ملا برادر یې  نه دی پرې ایښى ،یواځې د عرفې او د لوى اختر په لومړۍ ورځ  یې اجازه ورکړه، چې په ټيليفون د خپلې کورنۍ له غړیو سره خبرې وکړي.

پاکستان د سولې له بهیر سره د مرستې لپاره د افغانستان په غوښتنه تر اوسه نږدې څلویښت طالبان له بنده خوشې کړي ،خو افغان چارواکي وایي، چې د دغو خوشې شویو کسانو له ډلې یو تن هم د سولې له بهیر سره نه دی یوځای شوی.