خوست ښار (پژواک ٣٠ تله ٩٢ ): د خوست د کليو پراختيا رياست په چوکاټ کې د (SIKA) په نوم د يوې غير دولتي موسسې له خوا د حکومتي او غير حکومتي ادارو د (خدمتونو وړاندې کولو) په نوم نندارتون جوړ شو.
سيکا يوه نادولتي موسسه ده، چې د افغانستان د کليو پراختيا او بيارغونې وزارت په چوکاټ کې د هېواد په نا امنه ولسواليو کې د ثُبات په نوم د پروګرام په ترڅ کې د خلکو د اړتياوو له مخې د بيارغونې کوچنۍ پروژې ترسره کوي.
په خوست کې د يادې موسسې مشر واحدجان د تلې په ٣٠مه د دغه نندارتون د پرانيستلو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه نندارتون کې د کابو ۷۰ دولتي او غير دولتي ادارو ټول هغه فعاليتونه په ډاګه کېږي، چې د تېرو څو کلونو په موده کې يې ترسره کړي دي.
هغه زياتوي، چې د خدمتونو د عرضه کوونکو په دغه نندارتون کې پر فعاليتونو سربېره ټول هغه توليدات هم نندارې ته اېښودل شوي، چې په افغانستان کې توليدېږي.
د نوموړي په وينا، چاپي اثار، وچه مېوه، لاسي صنايع، هنري توکي، کرنيز محصولات، افغاني شات، معدني ډبرې او يو شمېر نور توکي يې نندارې ته اېښي دي.
د خوست د ولايت مقام د عامه اړيکو مسوول بريالي روان د دغه نندارتون د پرانيستنې پر مهال پژواک اژانس ته وويل، چې له دغه نندارتون څخه يې موخه خلکو ته د ادارو د خدمتونو ښودل دي.
هغه زياته کړه، چې په دغه ولايت کې د ډېر شمېر دولتي او غير دولتي ادارو د فعاليتونو په اړه زياتره خلک معلومات نه لري، خو وايي، چې د دغه نندارتون په ترڅ کې به هغوی ته ټول معلومات ورکړل شي.
بريالي روان وويل، چې له دې لارې به وکولای شي، د دولت او خلکو تر منځ هغه واټن راکم کړي، چې د دوی غوښتنه د نه پوره کېدو له امله رامنځته شوی دی.
دغه نندارتون دوه ورځې دوام کوي. د نندارتون په لومړۍ ورځ (نن سې شنبې) سلګونه خلکو له دې څخه لېدنه وکړه او د هرې برخې د معلوماتو د اورېدو مينه وال وو.
د خوست ولايت يوه اوسېدونکي ګلاب منګل، چې له دغه نندارتون څخه يې کتنه کوله، له پژواک سره په خبرو کې د دغه نندراتون په جوړولو سره خوښي څرګنده کړه.
هغه زياته کړه، چې په دغه نندارتون کې د داسې ادارو له نومونو او خدماتو سره اشنا شول، چې تر دې مخکې يې د هغې ادارې نه نوم اورېدلی و او نه يې هم د کارونو په اړه معلومات لرل.
د نندراتون يو بل نندارچي پژواک ته وويل، سربېره پر دې چې د دولتي او غير دولتي ادارو په اړه يې زيات معلومات حاصل کړل، په دې هم پوه شو، چې کوم توکي په افغانستان کې توليدېږي.
هغه له دولت څخه غوښتنه وکړه، چې دې ته ورته نور پروګرامونه هم جوړ کړي، چې د حکومت د کړنو په اړه خلک پوره معلومات ترلاسه کړي.