Language

“افغانستان د سوداګرۍ پيلونې پروسه چټکه کړې”

کابل (پژواک، ٨ لړم ٩٢): د نړيوال بانک ګروپ په يوه راپور کې راغلي، چې افغانستان د سوداګرۍ پيلونې بهير چټک کړى دى.

 ياد شوى راپور د نړيوال بانک ګروپ له خوا “د سوداګريزو فعاليتونو پرمخ بېونه ٢٠١۴: د کوچنيو او منځنيو کاروبارونو پر مقرراتو پوهېدل” تر سرليک لاندې، نن په واشنګټن کې خپور شوى دى.

 په راپور کې زياته شوې، چې افغانستان د سوېلي اسيا هېوادونو له ډلې په دې بريالی شوی، چې د سوداګريز جواز اخيستلو لپاره د اړين وخت او لګښت په راکمولو او د نويو شرکتونو د نوم ليکنې د پروسې اسانتيا سره د سوداګرۍ پيلونې پروسه تر پخوا اسانه کړي.

 د سرچينې په وينا، افغانستان د تضمينونو ثبتولو سيستم هم پلی کړی دى، چې په مرسته يې خوندي مالي معاملات ترسره کېږي.

 “د سوداګريزو فعاليتونو د پرمخ بېونې راپور” هر کال د نړۍ د هغو اقتصادونو په اړه راپور چمتو کوي، چې د تېر کال په پرتله يې د دې راپور په شاخصونو کې ښه والی موندلی وي.