Language

دوه تنه د نشه يي توکيو د قاچاق په تور ونيول شول

چاريکار(پژواک٢٤ لړم ٩٢) : د کاپيسا ولايت د نشه يي توکيو پر وړاندې د مبارزې پوليسو دوه تنه د دوه سوه کيلو ګرامه ترياکو د قاچاق په تور نيولي دي .

د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ د نشه يي توکيو پروړاندې د مبارزې مدير سمونوال عبدالوحيد هاشمي  پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې نن سهار د دې ولايت د مرکز اړوند د سنګ بريده په سيمه کې دوه تنه له ٢٠٠ کيلو ګرامه ترياکو سره ونيول شول .

هغه زياته کړه ، چې ياد شوى نشه يي توکي په يوه باروړنکي موتر کې ځاى پرځاى شوي و ، چې د کاپيسا د نشه يي توکيو پر وړاندې د مبارزې پوليسو له لوري ونيول شول .

هاشمي وايي : ((په باروړنکي موټر کې انار بار و او د نارو ترڅنګ لاوډسپيکرونه هم پکې و، چې په هغه کې  يې ترياک ځاى پر ځاى کړي واو نيول شوي کسان د تګاب اوسېدونکي دي .))

دى وايي ، چې ياد شوي نشه يي توکي په کاپيسا کې کرل شوي و او دغو کسانو غوښتل ، چې کابل ته يې ولېږدوي.

هغه زياته کړه ، چې د نورو معلوماتو د ترلاسه کولو په موخه نيول کسان تر څېړنو لاندې دي .

تر دې وړاندې د کاپيسا د نشه يي توکيو پروړاندې د مبارزې رياست چارواکيو ويلي و ، چې د دې ولايت په نا امنه ولسواليو کې نشه يي توکي کرل کيږي  او پوليس يي په مخنيوي کې پاتې راغلي دي .

 

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.