کابل (پژواک ٤ ليندۍ ٩٢): د ټاکنو خپلواک کمېسيون د پچې اچونې له لارې د ولسمشرۍ د راتلونکي کال ټاکنو لپاره د رايې اچونې په پاڼه کې د نوماندانو موقعيت وټاکه.
په هغې خبري غونډه کې چې نن په همدې موخه د ټاکنو خپلواک کمېسيون له خوا په کابل کې جوړه شوې وه، د نوماندانو استازو او د مدني ټولنې غړو په کې ګډون کړى و.
د نوماندانو د استازو له خوا په اخيستل شوې پچه اچونه کې د ولسمشرۍ د نوماندانو لړليک په لاندې ډول ترتيب شوى دى:
١- ډاکټر عبدالله عبدالله
٢- داوود سلطان زوى
٣- عبدالرحيم وردګ
٤- عبدالقيوم کرزى
٥- ډاکټر محمد اشرف غني احمدزى
٦- سردار محمد نادر نعيم
٧- ډاکټر زلمى رسول
٨- انجنير قطب الدين هلال
٩- محمد شفيق ګل اغا شېرزى
١٠- استاد عبدالرب رسول سياف
١١- هدايت امين ارسلا
د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس احمديوسف نورستاني په نننۍ خبري غونډه کې وويل، چې له پچې اچونې څخه يې موخه د نوماندانو د موقعيت ټاکل او د ټاکنو په پروسه کې د لا روڼتيا رامنځته کول دي.
نورستاني زياته کړه: “د ا پروسه مو د روڼتيا لپاره د رسنيو، مدني ټولنو او د نوماندانو د استازو په مخکې دايره کړې ده. د نوماندانو نوم او تصوير چاپېږي، چې لومړى، دويم او درېيم يې معلوم شي، څو خلک و پوهېږي، چې د خوښې نوماند يې څوم نومره دى.”
ولسمشرۍ ته کانديد داوود سلطانزوى، چې نوم يې په لومړني لېست کې نه و، خو د شکايتونو کمېسيون په شرايطو پوره وباله، د پچې اچونې له پروسې خوښي وښوده.
سلطانزوى وويل، چې د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې يوه ډېره مهمه او اوږده پروسه ده او “هر هغه نېک اقدام چې د ټاکنو کمېسيون له خوا د ټاکنو پروسې د روڼتيا لپاره ترسره کېږي، غوره هڅه ده.”
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون وياند وويل، ټاکل شوې د نن ورځې تر پايه د ولايتي شوراګانو پچه اچونه هم د رايې په پاڼو کې وټاکل شي.
نور وويل، چې د ولسمشرۍ نوماندان به په يوه پاڼه کې ځاى شي او د ولايتي شوراګانو د نوماندانو د لېست موقعيت هم د کمېسيون له خوا ټاکل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشرۍ د تېرو دورو په ټاکنو کې د نوماندانو نومونه په څو پاڼو کې ځاى پر ځاى شوي وو، چې رايه ورکوونکي يې د رايې ورکولو پر مهال د خپلې خوښې کانديد په موندلو کې له ستونزو سره مخ کول.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د ولايتي شورا کانديدان ٢٧١٣ کسه کېږي، چې ٣٠٨ کسه يې مېرمنې دي.
د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنو وروستى لړليک تېره اونۍ (د لړم ٢٨مه) د ټاکنو خپلواک کمېسيون له خوا اعلان شو.
ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي ١٣٩٣ لمريز کال د وري مياشتې په ١٦مه ترسره شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس له خبريالانو سره په خبرو کې څرګنده کړه، چې که چېرې ولسمشريزې ټاکنې دويمې دورې ته ولاړې شي، نو دوى ورته بشپړ چمتووالى لري، څو دا ټاکنې د قانون له مخې په دوو اونيو کې بيا ترسره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP