Language

يو تن د تښتوونکو له بنده راخوشى شو

کابل (پژواک ١٢ ليندۍ ٩٢): تښتوونکو، چې د ځينو يې د ملي اردو جامې پر تن وې، يو ځوان له کابل څخه پروان ته تښتولى و، خو له منګولو يې خلاص شو او پوليسو يې په تړاو دوه تنه ونيول.

د پروان د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال لطف الرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تښتول شوى تن محمدابراهيم نوميږي و د غاليو پلورلو د يوه خصوصي شرکت د مشر حسين علي قاسمي ورور دى.

د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير په وينا، ابراهيم ويلي چې دى پنځو تنو چې درېيو يې د ملي اردو او دوو نورو ملکي جامې پر تن لرلې، درې ورځې مخکې د کابل ښار د تايمني له سيمې، د اردو په رينجر موټر کې وتښتاوه.

ابراهيم پوليسو ته ويلي، چې تښتوونکو له خپل کرولا موټر څخه ښکته کړ، سترګې يې ور وتړلې او د پروان ولايت د جبل السراج ولسوالۍ د منارې سيمه ته يې ولېږداوه.

لطف الرحمن زياتوي، چې تښتوونکو ابراهيم د منارې په سيمه کې په يوه خونه کې چې ځانګړې جوړه شوې ده، بندي کړى و.

د هغه په وينا، ابراهيم نن سهار هغه مهال له دې خونې پر تېښته بريالى شو، چې تښتوونکي په خونه او د هغې په شاوخوا سيمه کې نه وو.

د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير وويل، چې ابراهيم لومړى په سيمه کې يو بل کور ته تللى و او وروسته پوليسو اطلاع ترلاسه کړه او د ابراهيم د تښتې په تړاو يې دوه تنه ونيول.

هغه وويل، چې دا مهال د نورو څېړنو په موخه، د نيول شوو کسانو هويت نه په ډاګه کوي، خو دومره ويلى شي، چې نيول شوي کسان د ملي اردو اړوند نه دي.

دى وايي، چې ابراهيم د پيسو د ترلاسه کولو په موخه تښتول شوى و.

د ابراهيم ورور حسين علي قاسمي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ابراهيم د لټولو پر مهال يې د هغه کرولا موټر په تايمني سيمه کې وموند او د ابراهيم د موندلو خبر نن سهار پوليسو د ټيلېفون له لارې ورکړ.

هغه وايي، دا به ډېره د اندېښنې وړ وي که د ملي اردو کسان د ابراهيم په تښتونه کې لاس ولري.

ده له اړوند ارګانونو وغوښتل، چې د دې ډول پېښو په مخنيوي کې ډېرې هڅې وکړي او مجرمينو ته يې سزا ورکړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.