واشنګټن (پژواک ١٣ ليندۍ ٩٢):امريکا د پاکستان له خاورې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو لپاره اکمالات بند کړل.
د امريکا د دفاع وزارت پنټاګان پرون اعلان وکړ، چې دغه پرېکړه يې په پاکستان کې د امريکا د بې پيلوټه هوايي بريدونو په غبرګون کې د لاريونونو د پيل شوې لړۍ له امله کړې او زياته کړې يې ده، چې د اکمالاتي موټرو د چلوونکو ژوند يې له ګواښ سره مخ کړى دى.
د عمران خان په مشرۍ د پاکستان د تحريک انصاف سياسي ګوند پلويانو له تېرو نږدې دوو اونيو راهيسې د خيبر پښتونخوا ايالت په بېلابېلو سيمو کې لاريونونه پيل کړي او په افغانستان کې د مېشتو ناټو او امريکايي ځواکونو د اکمالاتو مخه يې ډب کړې ده.
د امريکا د دفاع وزارت يوه وياند مارک رايټ خبريالانو ته ويلي، چې دوى د پاکستان له کراچۍ بندر څخه تر سرحدي بندر تورخم پورې دغه اکمالات بند کړي دي.
خو هغه هيله څرګنده کړې، چې په نږدې راتلونکې به کې دوى له يادې لارې يو ځل بيا خپل اکمالات پيل کړي.
په افغانستان کې مېشت امريکايي او ناټو ځواکونو د اکمالاتو تر څنګ تر ٢٠١٤ پورې لخ افغانستان څخه د وتلو پروګرام هم د يادې لارې په وسيله ترتيب کړى دى.
امريکا ويلي، چې که څه هم دوى د اکمالاتو او له افغانستان څخه د وتلو لپاره نورې لارې هم لري، خو پاکستان يې ځکه ټاکلى، چې دا لاره اقتصادي پرېوځي.
د يادونې ده، تر دې مخکې هم د پاکستان د حکومت له خوا وروسته له هغه دا لاره بنده کړى شوې وه، چې امريکايي ځواکونو په مومندو ايجنسۍ کې ٢٤ پاکستاني سرتېري په يوه هوايي بريد کې ووژل.
Views: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن