واشنګټن (پژواک ١٤ ليندۍ ٩٢): د امريکا لوى درستيز وايي، چې افغانستان سره امنيتي سند لپاره څو مياشتې انتظار کولى شي، خو د دغه سند ډېر ځنډ به د افغان ملي ځواکونو باور ته زيان ورسوي.
د امريکا لوى درستيز جنرال مارټن ډيمپسي دغه څرګندونې پرون په دفاع وزارت پينټاګان کې د دفاع له وزير چک هېګل سره د يوې ګډې خبري غوندې پر مهال کړې دي.
هغه زياته کړه، چې امريکايي چارواکو تر اوسه له ده سره تر ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د صفر ټاکنې په اړه څه نه دي ويلي.
خو نوموړي په ډاګه کړه، چې پر امنيتي سند ډېر ځنډ به د افغان ملي ځواکونو هغه باور زيانمن کړي، چې په دې وروستيو کلونو کې يې ترلاسه کړى دى.
هغه زياته کړه: ((موږ له ٢٠١٤ کال د وروسته لپاره پلانونه جوړ کړي چې په دغه هېواد کې پاتې شو، خو که په تړون کې ځنډ رامنځته شي، دا پلانونه هم زيانمنيږي.))
نوموړي وويل، چې تر راتلونکي پسرلي پورې دوى انتظار کولى شي، خو له هغه وروسته ځنډ به زيانونه رامنځته کړي.
د امريکا لوى درستيز جنرال ډيمپسي وايي: ((دا زموږ د چارو لپاره د محدوديت يو عامل نه دی او دا مسئله ښايي د راتلونکي کال تر دوبي پورې زموږ پر چارو دومره اغېز ونه کړي.))
جنرال ډيمپسي زياته کړه، چې د افغانستان په ماموريت کې د ناټو نور غړي هېوادونه هم شامل دي چې له دغه ماموريت سره د ځواکونو د مرستې په برخه کې خپل مقررات لري او د هغو پر اساس پرېکړې کوي.
د يادونې ده چې د افغانستان او ا مريکا تر منځ د امنيتي سند پر لاسليکولو ناندرۍ راپورته شوې دي.
مشورتي لويې جرګې تېره اونۍ امنيتي سند له يو لړ وړانديزونو سره تاييد کړ او له ولسمشر کرزي يې وغوښتل، چې دا سند په شپږو يا اووه راتلونکو اونيو کې لاسليک کړي.
خو ولسمشر کرزي د جرګې په وروستۍ ورځ اعلان وکړ، چې امريکا دې د رڼو ټاکنو ترسره کېدو، د خلکو پر کورونو نه ننوتلو او د امنيت راوستلو ترڅنګ له وسله والو مخالفينو سره د خبرو زمينې برابرولو ضمانت ورکړي، بيا به دغه تړون لاسليک کړي او يا به يې تر ټاکنو وروسته نوى حکومت لاسليک کړي.
د ولسمشر کرزي تر دې شرطونو وروسته د کابل او واشنګټن اړیکې ترینګلې شوې او امریکا ګواښنه کړې چې که دا سند په وخت لاسلیک نه شي، نو افغانستان سره د شویو مالي مرستو د بندولو ترڅنګ به خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه اوباسي.
بلخوا د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې چې پرون په بروکسل کې پای ته ورسېده، له افغان حکومت وغوښتل شول چې دغه سند ژر تر ژره لاسليک کړي.
د ناټو سرمنشي راسموسن وايي، چې که چېرې د کابل او واشنګټن تر منځ امنيتي سند لاسليک نه شي، د دوی نوی ماموريت هم نه شي پيلېدای.
هغه زياته کړې وه، چې که امنيتي سند لاسليک شي، د همکارۍ د دوی نوی ماموريت به له ګواښ سره مخ شي.
د هغه په وينا، تر دغه تړون وروسته به ناټو خپلې ټولې ژمنې پوره کوي.