کابل ( پژواک ١٥ ليندۍ ٩٢ ): د هلمند په موسى کلا ولسوالۍ کې ديوه مرموز داخلي بريد له امله څلور پوليس او دوه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د هلمند دامنيه قوماندانۍ وياند احمد فواد عسکري د ليندۍ په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د موسى کلا ولسوالۍ د يتيمسي په پوسته کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې وسلوالو طالبانو په پوستې بريد کړى و او په رامنځته شوې نښته کې څلور پوليس او دوه وسلوال طالبان وژل شوي دي او يو پوليس ټپي دى.
دى وايي چې د وژل شويو طالبانو مړي په سيمه کې دي او دهغوى د پوليسو يو ميل وسله هم له ځانه سره وړى دى.
عسکري وايي چې د پېښې د څرنګوالي د معلومولو په موخه يو پلاوى سيمې ته تللى دى.
خو طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي چې ددوى ددوو نفوذي طالبانو پر پوستې بريد کړى و، او د پوستې د قوماندان منصور په ګډون اوه پوليس يې وژلي دي.
ده زياته کړه چې ملګرو يې يو کرولا موټر او د پوستې ټولې له ځانه سره وړي دي.
د يادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم په هلمند کې دا ډول پېښې رامنځته شوې دي.