کابل (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۵): د افغانستان د فوټبال له ۲۰ کلنو کمعمره ملي لوبډلې د مرکزي اسیا د اتلولۍ سیالیو کې وروستی او د اوزبېکستان لوبډلې لومړی مقام خپل کړی دی.
د مرکزي اسیا د اتلولۍ سیالۍ د تاجکستان په کوربهتوب ترسره شوې چې د افغانستان، ترکمنستان، تاجیکستان، اوزبېکستان او قرغزستان لوبډلو ګډون پکې کړی و.
دغه سیالۍ تېره ورځ د اوزبېکستان په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د منځنۍ اسیا د فوټبال ټولنې د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې اوزبېکستان لومړۍ، قرغیزستان دویم، تاجیکستان درېیم، ترکمنستان څلورم او افغانستان په پنځم مقامونو کې راغلي دي.
دغهراز په یادو سیالیو کې افغان لوبډلې څلور لوبې ترسره کړې چې درې یې وبایلې او یوه لوبه یې مساوي شوه.