خوست (پژواک ٢٣ ليندۍ ٩٢): په خوست ولايت کې د سينه وبغل د ناروغۍ واکسين نن پيل شو، چې په ترڅ کې به يې شاوخوا اويا زره ماشومانو ته واکسين ورکړل شي.
د خوست د عامې روغتيا رئيس ډاکټر هدايت الله حميدي د واکسين د پروګرام د پيل پرمهال پژواک اژانس ته وويل، چې د سينه و بغل واکسين د دې ولايت په ټولو روغتيايي مرکزونو کې ماشومانو ته ورکول کېږي.
نوموړي وويل، چې د سينه وبغل د واکسين په دې پړاو کې به شاوخوا اويا زره ماشومانو ته، چې عمرونه يې له يو کلنۍ کم دي، واکسين ورکړل شي.
ده زياته کړه، سره له دې، چې دغه ولايت د نيمه ګرمسيرو د ولايتونو له ډلې ګڼل کېږي، خو بيا هم زيات شمېر ماشومان د سينه وبغل په وژونکې او خطرناکې ناروغۍ اخته کېږي.
ډاکټر هدايت الله حميدي وويل، چې د سينه وبغل واکسين نهم واکسين دی، چې ماشومانو ته د واکسين ورکولو په پروګرام کې شامل شو.
هغه زياته کړه، چې تر دې وړاندې د پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د اتو خطرناکو او وژونکو ناروغيو واکسين ماشومانو ته ورکول کېده.
په خوست کې د روغتيا د نړيوالې شبکې يا WHO يو تن مسوول ډاکټر محمد داوود پژواک اژانس ته وويل، چې د دغو واکسين د تطبيق لپاره يې د خپلو روغتيايي مرکزونو له لارې د ولايت په مرکز او ولسواليو کې د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره کړي دي.
ده زياته کړه، چې د سينه وبغل واکسين د تطبيق لپاره ګرځنده ټيمونه نه دي ګومارل شوي، بلکې له يو کال نه کم عمره ماشومان بايد روغتيايي مرکزونو ته وروړل شي.
په خوست کې ماشومانو ته د سينه وبغل د واکسين ورکولو پروګرام د د دې ولايت د والي عبدالجبارنعيمي له لوري يوه ماشومان ته د واکسين په پيچکاري کولو سره پيل شو.
والي نعيمي له خلکو غوښتنه وکړه، چې نه يواځې د سينه وبغل، بلکې د هرې وژونکې ناروغۍ د مخنيوي لپاره خپل ټول ماشومان واکسين کړي.
هغه د عامې روغتيا له مسوولينو هم وغوښتل، چې په دې ولايت کې د واکسين د پروګرام د ښه تطبيق په برخه کې هم خپله توجه زياته کړي.
د يادونې وړ ده، چې دا مهال په خوست کې څه باندې دوه لکه ماشومان، چې له پنځه کلونو کم عمر لري، له يو شمېر ناروغيو څخه د ژغورنې لپاره د واکسيناسيون په پروګرام کې شامل دي.