ژبه

راشدی له ولسي جرګې د باور رايه ترلاسه کړه

کابل(پژواک٤مرغومى٩٢) : دین محمد مبارز راشدی، د نشه یی توکیو بر وړاندې د مبارزې د وزير په توګه وکولاى شول چې د ولسي جرګې د باور رايه ترلاسه کړي .

د ولسمشر لومړي مرستيال د ليندۍ په ٣٠ پنځه کانديد وزيران او د سترې محکمې عالي شورا لپاره دوه تنه نوماندان ولسي جرګې ته د باور رايې تر لاسه کولو په موخه معرفي کړل .

دې اوتنو د راشدي په ګډون نن ولسي جرګې ته خپل پلانونه تشريح کړل او د جرګې غړيو پرته له دې چې پوښتنې مطرح کړي ، کانديدانو ته يي رايه ورکونه پيل کړه .

د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې ٢٣١ تنو ګډون کړى وو او د کانديد چارواکي  د بريا لپاره ١١٦ موافقو رايو ته اړتيا وه .

د راى اچونې په پايله کې راشدي د ١٦٦ موافقو ٥١ مخالفو ٣ باطلو او ١١ سپينو رايو په ترلاسه کولو سره وکولاى شول ، چې د ولسي جرګې د باور رايه ترلاسه کړي .

راشدي تر دې وړاندې د اطلاعات او کلتور وزارت د نشراتي مرستيال په توګه دنده تر سره کوله .

محمد اکبر بارکزى هم نن د کانونو او پتروليم د وزير او ضرار احمد عثماني د بهرنيو چارو د وزير په توګه د ولسي جرګې د باور رايه تر لاسه کړه.

د اوبو او برېښنا لپاره کانديد وزير محمد عارف نورزى ، د سوداګرۍ او صنايعو لپاره کانديد وزير شاکر کارګر او د سترې محکمې د عالي شورا د غړيتوب لپاره کانديدان پوهندوى دين محمد ګران او عبدالقادر عدالتخواه د رايو شمېرنه دا مهال دوام لري.

 د نورو کانديدانو لپاره د رايو شمېرنې پايلې به وروسته خپرې شي.

د يادونې وړ ده ، چې حکومت ځکه ياد شوى اوه تنه کانديدان ولسي جرګې ته د باور راى اخستنې په موخه معرفي کړل ، چې مخکنيو وزيرانو استعفا کړې او د سترې محکمې د رئيس په ګډون د سترې محکمې د عالي شورا  د دريو غړيو د کار موده پاې ته رسيدلى ده .

خو تر اوسه ولسي جرګې ته د سترې محکمې د رئيس په توګه څوک نه دى معرفي شوى .

ورته موضوع