کابل(پژواک٤مرغومى٩٢) : دين محمد ګران د سترې محکمې د عالي شورا د غړي په توګه د ولسي جرګې د باور رايه ترلاسه کړه .
د ولسمشر لومړي مرستيال د ليندۍ په ٣٠ پنځه کانديد وزيران او د سترې محکمې عالي شورا لپاره دوه تنه نوماندان ولسي جرګې ته د باور رايې تر لاسه کولو په موخه معرفي کړل .
دې اوتنو د ګران په ګډون نن ولسي جرګې ته خپل پلانونه تشريح کړل او د جرګې غړيو پرته له دې چې پوښتنې مطرح کړي ، کانديدانو ته يي رايه ورکونه پيل کړه .
د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې ٢٣١ تنو ګډون کړى وو او د کانديد چارواکي د بريا لپاره ١١٦ موافقو رايو ته اړتيا وه .
د راى اچونې په پايله کې ګران د ١٦٣ موافقو ٣٩ مخالفو ٦ باطلو او ٢٢ سپينو رايو په ترلاسه کولو سره وکولاى شول ، چې د ولسي جرګې د باور رايه ترلاسه کړي .
ګران تر دې وړاندې د تعليم او تربيه وزارت د مرستيال او د کابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د مرستيال په توګه دنده تر سره کوله .
تر دې مخکې محمد شاکر کارګر د سوداګرۍ او صنايعو د وزير ، محمد عارف نورزي د اوبو او برېښنا د وزير، محمد اکبر بارکزى د کانونو او پتروليم د وزير ، ضرار احمد عثماني د بهرنيو چارو د وزير او دين محمد مبارز راشدي له نشه يي توکيو سره د مبارزې د وزير په توګه د ولسي جرګې د باور رايه تر لاسه کړه.
د سترې محکمې د عالي شورا د غړيتوب لپاره کانديد عبدالقادر عدالتخواه د رايو شمېرنه دا مهال دوام لري.
د يادونې وړ ده ، چې حکومت ځکه ياد شوى اوه تنه کانديدان ولسي جرګې ته د باور راى اخستنې په موخه معرفي کړل ، چې مخکنيو وزيرانو استعفا کړې او د سترې محکمې د رئيس په ګډون د سترې محکمې د عالي شورا د دريو غړيو د کار موده پاې ته رسيدلى ده .
خو تر اوسه ولسي جرګې ته د سترې محکمې د رئيس په توګه څوک نه دى معرفي شوى .