ښرنه (پژواک ٥ مرغومى ٩٢): د پکتيکا ولايت په خيرکوت ولسوالۍ د هوايي بريد په ترڅ کې د اوو وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکړ شو .
د پکتيکا د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول نقيب الله رښتين، د مرغومي په ٥مه پژواک اژانس ته وويل، چې وسله والو طالبانو تېر ماښام مهال د خيرکوټ په ملي زيو سيمه کې د محمد حسن په نوم پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ.
ده زياته کړه، چې د بريد پر مهال افغان ځواکونو له بهرنيو ځواکونو د هوايي ځواک د مرستې غوښتنه وکړه، چې بيا بهرنيو ځواکونو پر دغو بريد کوونکو وسله والو هوايي بريد وکړ.
د ده په خبره، چې په دغه هوايي بريد کې اوه وسله وال وژل شوي او مړي يې د پېښې په ځاى کې پراته دي.
نوموړي زياته کړه ، چې له يادو وسله والو يوه اندازه مهمات او وسلې هم ترلاسه شوې دي.
د هغه په وينا، چې امنيتي ځواکونو او د سيمې اوسېدونکو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.