کابل (پژواک ٥ مرغومى ٩٢): په کابل کې د تېلو، اوړو او بورې بيې د تېرې پنجشنبې په پرتله را لوېدلې دي.
د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې مشر فضل الرحمن پژواک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د پنځوس کيلوګرامه پاکستانۍ بورې عمده پلور له ١٧٥٠ افغانيو څخه ١٥٥٠ افغانيو او د پنځوس کيلو ګرامه لومړۍ درجه پاکستاني اوړو بيه له ١٣٥٠ څخه ١٣٤٠ افغانيو ته را لوېدلې ده.
د نوموړي په خبره، د اوړو او بورې د وارداتو ډېروالي د دغو توکو بيې هم را غورځولې دي.
خو هغه وويل، چې نن هم د تېرې پنجشنبې په څېر د ٢٤ کيلو پاکستانۍ اول سېله وريجو عمده پلور په ١٨٠٠ افغانۍ، پنځه لېتره مومن غوړي په ٤٠٠ افغانۍ، يوه کيلو شين اندونيزيايي چاى په ١٧٥ افغانۍ او يوه کيلو تور افريقايي چاى په ٢١٠ افغانۍ و.
د ځينو لومړنيو خوراکي توکون پرچون پلور د هغو له عمده پلور سره په ځينو برخو کې زيات خو په ځينو کې کم توپير لري.
د کابل ښار د کارته سه له هټۍ والو يوه پرچون پلورونکي خان علي وويل، چې نن هم د تېرو اوو ورځو په څېر د پاکستاني اوړو يوه ٤٩ کيلويي بورۍ په ١٤٠٠ افغانۍ، پنځوس کيلوګرامه بوره په ١٩٠٠ افغانۍ، ٢٤ کيلو لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وريجې په ٢٠٠٠ افغانۍ، پنځه لېتره مومن غوړي په ٤٤٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى په ٢٦٠ افغانۍ او يوه کيلو شين اندونيزيايي چاى پر ٢٤٠ افغانۍ پلورل کېده.
په سون توکو کې بيا د تېلو بيې لوېدلې دي.
د کابل ښار د وزيراباد د تېلو ټانک مدير عبدالهادي وايي، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يو لېتر پټرول تېلو بيه له ٦٤ څخه ٦٢ افغانيو او د يو لېتر ډېزلو بيه هم په همدې ډول له ٦٤ څخه ٦٢ افغانيو ته را ښکته شوې ده.
هغه وويل، چې د تېلو بيې د تېلو د وارداتو له امله ټيټې شوې دي.
خو د کابل ښار د کلوله پشتې يو ګاز پلورونکى محمدشريف وايي چې نن هم د تېرې پنجشنبې په څېر د يوه کيلو اوبلن ګاز بيه ٦٨ افغانۍ وه.
د دغه ښار د سرسبزۍ څلورلارې يوه لرګي پلورونکي محمدسلطان په وينا چې نن په کابل کې د يو خراور بې پوسته بلوط لرګيو بيه د تېرې پنجشنبې په څېر ٧٠٠٠ زره افغانۍ او د يو خروار ارچې لرګيو بيه ٦٥٠٠ افغانۍ ده.
د کابل ښار د مريم لېسې په بازار کې د سرو زرو پلورونکي عبدالبصير وويل، چې نن هم د تېرې پنجشبې په ورځ د يوه ګرام عربي سروز زرو بيه ٢٠٠٠ زره افغانۍ او يو ګرام ايراني سره زر په ١٦٠٠ رزه افغانۍ و.
د کابل ښار يو صراف احمدشاه وايي چې نن د يوه ډالر د اخيستو بيه ٥٦،٢٠ افغانۍ او د زرو پاکستاني کلدارو بيه ٥٣٦ افغانۍ وه.
دا په داسې حال کې ده، تېره اونۍ د يوه امريکايي ډالر بيه ٥٦،٦٠ افغانۍ او د زرو پاکستاني کلدارو بيه ٥٣٠ افغانۍ وه.