ژبه

ترينکوټ (پژواک ٥ مرغومى ٩٢): د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې له سلګونو بې ځايه شوو کورنيو سره د ژمنيو توکو مرسته وشوه.

د اروزګان د کډوالو چارو امر عبدالقهار دوست پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يادې مرستې پر هغو ١١سوه کورنيو ووېشل شوې، چې د دغه ولايت له ولسواليو مرکز ته د امنيتي او نورو ستونزو له امله راکډې شوې او يا دا چې له ګاونډيو هېوادونو راستانه شوي او اوسمهال ترينکوټ ښار ته څېرمه په کرايي کورونو کې شپې ورځې سبا کوي.

ده زياته کړه، پر بې ځايه شوو کورنيو د غير خوراکي ژمنيو توکو مرسته له تېرو څو ورځو راهيسې پيل شوې وه، چې نن پاى ته ورسېده.

د هغه په وينا، په دغو توکو کې چې د يو. اېن. سي. ار په مالي لګښت چمتو شوي، بوټونه، څادرونه، جاکټونه، يوه ګازډبه او يو شمېر نور توکي چې ټول ١٢ قلمه کېږي، شامل دي.

د عبدالباقي په نوم يو تن چې ياده مرسته يې ترلاسه کړې وه، پژواک اژانس ته وويل: “که څه هم دغه مرستې ورته بسنه نه کوي او اړتياوې يې نه پوره کوي، خو بيا هم دا چې دولت دوی له ياده نه دي ايستلي، ډېر خوښ دي.”

ده زياته کړه، چې د دوی لويه ستونزه د کور جوړولو لپاره د ځمکو نه شتون دی.

د کډوالو چارو امريت د معلوماتو له مخې، د ۸۰ تنو بې ځايه شويو کسانو لپاره يې د برېښنا په برخه کې د روزنې ورکولو يو مرکز پرانيستی دی، چې په دې سره به په راتلونکي کې د خپلو کورنيو اقتصادي ستونزې هواروي.