جلال اباد (پژواک، ٥ مرغومى ٩٢): په جلال اباد کې د ملي اردو او وسله والو تر منځ په نښته کې پنځو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه شاوخوا لس بجې د ننګرهار قول اردو ته څېرمه د پي ارټي په پخوانۍ ودانۍ وسله والو مخالفينو د ډي سي توپ څلور مرمۍ فير کړې، چې په پايله کې يې د دواړو خواوو ترمنځ نښته رامنځته شوه.
دى وايي، د نښتې په ترڅ کې دوه وسله وال وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
هغه زياته کړه، چې له نښتې وروسته سم له واره ملي اردو او پوليسو ګډ عمليات وکړل او د زنګويي په سيمه کې يې له وسله والو سره نښته وکړه.
ياده دې وي ، چې په دغې نښته کې امنيتي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP