پل علم ( پژواک ٧ مرغومى ٩٢ ) : د لوګر چارواکي وايي ، چې د لوړو زده کړو وزارت راغلي پلاوي ددې ولايت له زده کوونکو اخيستل شوې د کانکور ازموينې پاڼې کابل ته د بېرته تګ پر مهال په ويالو کې غورځولې دي.
د تېرې پنجشنبې په ورځ ( د مرغومي په ٥مه) د ٢٨٠ نجونو په ګډون د لوګر ولايت له ٣٦٣٢ زده کوونکو څخه د کانکور ازموينه واخيستل شوه.
د لوګر والي نيازمحمد اميري د مرغومي په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دکانکور ازموينې لپاره له لوړو زده کړو وزارت څخه ٢٨ کسيز پلاوى راغلى و.
هغه زياته کړه، چې د کانکور نظارت د پلاوي ترڅنګ د ولايتي ادارې، ولايتي شورا او ولسي جرګې د استازو له خوا هم ترسره شو.
د اميري په وينا، دوى د اړونده وزارت د راغلي پلاوي د ښې مېلمه پالنې ترڅنګ ورسره د کانکور په چارو کې همکاري وکړه او له تحفو سره يې رخصت کړل.
والي وايي،کله چې پلاوى بېرته کابل ته ځي، نو په لاره کې يې د کانکور د ازموينې پاڼې له صندوقونو څخه راوېستلي او په ويالو کې يې غورځولې دي.
نياز محمد اميري ددې پېښې په کلکه دغندلو ترڅنګ دا يې د لوګر ولايت د زده کوونکو او خلکو پر وړاندې لوى ظلم او جفا وبلله او زياته يې کړه، چې ددې به جدي پوښتنه کوي.
د هغه په وينا، له پېښې څخه له خبرېدو سره سم يې د لوړو زده کړو وزير سره اړيکې نيولې ، خو هغوى تر اوسه ورته په دې اړه ځواب نه دى ورکړى.
د لوګر والي وويل ، چې په دې جرم کې ټول پلاوى نه شي پړ بللى، خو کېداى شي يو شمېر غړو يې دا کار کړى وي.
د لوګر د پوهنې رييس محمد اکبر ستانکزي هم ددې موضوع د تاييد ترڅنګ پژواک اژانس ته وويل ، چې د لوړو زده کړو د وزارت پلاوى يې د کانکور د ازموينې له مهرولاک شويو صندوقونو سره په دوو موټرو کې کابل ته ولېږداوه.
هغه زياته کړه : (( کله چې دا موټر د کابل ساحې ته داخليږي، نو د پلاوي د ځينو غړو له خوا د شيوکيو او بني حصار د پول سفيد ترمنځ ساحه کې د کانکور پاڼې په ويالو کې اچول کېږي.))
ستانکزى وايي ، چې د يادو دوو موټرو يوه چلوونکي ده ته ټېلېفون وکړ او له موضوع يې خبر کړ.
د نوموړي په وينا، له دې پېښې څخه له خبرېدو سره سم ساحې ته ولاړ او د کانکور غورځول شوې ګڼ شمېر پاڼې يې ترلاسه کړې ، نورې پاڼې اوبو وړې وې او ځينې يې د سيمې خلکو راټولې کړې وې.
د پوهنې رييس وويل ، چې ددې ولايت ځوانانو په ډېرې لېوالتيا سره په کانکور کې برخه اخيستې وه او راغلي پلاوي ددوى په حق کې لوى ظلم کړى دى.
په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازي حاجي محمد اکبر ستانکزي ، چې د کانکور له پروسې يې نظارت کړى،هم پژواک اژانس ته د پلاوي له خوا د ازموينې د پاڼو د غورځولو موضوع تاييد کړه.
هغه زياته کړه، چې ده هم په دې اړه د لوړو زده کړو له وزير سره اړيکې نيولي ، خو تر اوسه يې ورته سم ځواب نه دى ورکړى.
د لوګر د کلنګار له لېسې څخه فارغ شوي بلال ستانکزي ، چې په کانکور کې يې برخه اخيستې وه، په ژړغوني غږ پژواک ته وويل ، چې له تېر يوه کال راهيسې يې کانکور ته تيارى نيولى و.
نوموړى وايي، چې راغلي پلاوي ددوى په حق کې لوى ظلم کړى او له ولسمشر يې وغوښتل، چې ددې موضوع جدي پلټنه وکړي او په پېښه کې ککړ کسان په دار وخېژوي.
د لوګر د محمداغې ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى نصرت الله وفا وايي، چې پرون له کابل څخه ولسوالۍ ته روان و، چې يو تن ورته د ټېلېفون په اړه له دې موضوع خبر کړ.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې له خبرېدو سره سم په خپل موټر کې د قلاچې پول سفيد ساحې ته ولاړ او هلته يې په وياله کې د کانکور د ازموينې پاڼې وموندلې.
دى وايي، د سيمې خلکو ورته وويل ، چې سلګونه ورقې په وياله کې غورځول شوي، ځينې يې د امنيتي حوزې پوليسو يوړې او ډېرى يې د سيمې نورو خلکو وړې دي.
هغه له لوړو پوړو چاروکو او په ځانګړې توګه له ولسمشر څخه وغوښتل، چې دا موضوع سمه وڅيړي او سرغړوونکو ته دې سخته سزا ورکړي.
د لوړو زده کړو وزارت وياند عظيم نوربخش پژواک اژانس ته وويل، چې دوى هم له يادې موضوع خبر شوي دي ، په دې اړه يې څېړنې پيل کړي او تر غرمې وروسته به نور معلومات شريک کړي.