ژبه

په فراه کې يو پوليس او پنځه وسله وال وژل شوي

فراه (پژواک ٨ مرغومى ٩٢): په فراه ولايت کې د نښتې پر مهال پنځه وسله وال مخالفين او يو پوليس وژل شوي او له ٣٠٠ کيلوګرامو زيات نشه يي توکي ونيول شول.

د فراه د والي وياند عبدالرحمن ژوندى وايي، چې وسله وال طالبانو تېره ورځ د پرچمن ولسوالۍ پر اړوند امنيتي پوسته بريد وکړ، چې نښته تر نيمې شپې روانه وه.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د نښتې پر مهال پنځه طالبان او يو پوليس وژل شوي او درې نور طالبان او درې پوليس ټپيان دي.

ژوندي زياته کړه، چې څلور ميله کلاشينکوفونه او يوه مخابره هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د فراه د ولايتي شورا مرستيال عبدالحميد حميد چې خپله هم د پرچمن ولسوالۍ اوسېدونکى دى  وويل، چې د طالبانو يوې ډلې چې شمېر  يې له سلو کسانو زيات و د بورک او برفشار کوتل له لارې د پوليسو پر پوسته بريد وکړ، چې د  خپلو شپږو ملګرو په وژل کېدو بېرته شا ته وتمبول شول.

هغه وويل، چې پرچمن يوه امنه ولسوالي ده او د طالبانو دومره فعاليت په کې نه ليدل کېږي او ورته پېښې هم کله کله په کې را منځته کېږي.

پرچمن د فراه تر ټولو لرې پرته ولسوالي ده، چې له مرکز سره له ٣٠٠ کيلومترو زيات واټن لري.

له بلې خوا بيا د فراه امنيه قومانداني وايي، چې د ملي امنيت ځواکونه  په زن طلاق دښتې او جوى اب ساحه کې د وسله والو مخالفينو  له کمين سره مخ شول او د امنيه قوماندانۍ پوليس يې مرستې ته ور ورسېدل چې د نښتې په پايله کې يو مخالف وسله وال تر ټپي کېدو وروسته له يو ميل وسلې سره ونيول شو.

د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې ٣١٦ کيلوګرامه ترياک هم د دغه ولايت په اړوند ساحو کې امنيتي ځواکونو نيولي او د وسله والو طالبانو يو سراچه موټر يې سوځولى دى.

سرچينې زياته کړه، چې يو موټرسايکل بم يې هم  له څلور بوشکې نورو چاودېدونکو توکو سره د بالابلوک ولسوالۍ  په کوره ګز دښته کې په يوه کنډواله کور کې نيولى  او شنډ کړى دى، چې د لويې لارې پر لومړۍ شمېرې پوليسو باندې د بريدونو لپاره چمتو شوى و.

ورته موضوع