Language

په ننګرهار او کونړ کې د پوليو نهه مثبتې پېښې ثبت شوي

جلال اباد (پژواک ٨ مرغومې ٩٢): د ننګرهار د عامې روغتيا چارواکي وايي، چې په ننګرهار او کونړ ولايتونو کې نهه د پوليو مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

دغه څرګندونې د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد د مرغومي په ٨مه په دغه ولايت کې د پوليو د کمپاين د پيل غونډې په مراسمو کې پژواک خبري اژانس ته وکړې.

هغه زياته کړه، چې نن يې د ننګرهار په هغو ګڼ مېشتو ولسواليو کې د پوليو ضد کمپاين پيل کړى په کومو کې چې مثبتې پېښې ليدل شوې دي.

نوموړي دا هم وويل، چې دغه کمپاين په کونړ کې هم پيل شوى او درې ورځې به دوام وکړي.

ډاکټر شېرزاد وايي: ((د عامې روغتيا وزارت د پاليسۍ مطابق په هغو سيمو کې چې مثبتې پېښې ليدل شوې وي په هغوى کې به يو اضافه دوز واکسين تطبيقيږي.))

د شېرزاد په خبره، په دغه کمپاين کې به د ننګرهار او کونړ ولايتونو شاوخوا پنځه زره هغه ماشومان ، چې عمرونه يې له پنځو کلونو کم دي، واکسين شي.

ده وويل: ((ډېرى مثبتې پېښې په سرحدي ولسواليو کې ثبت شوې دي او اکثره ناروغان له ګاونډي هېواده راغلي دي.))

د عامې روغتيا رييس پر ټولو هېوادوالو غږ وکړ، چې په دغه کمپاين کې له دوى سره مرسته وکړي او پراخه ونډه په کې واخلي.

بازمحمد وويل: ((کومې مثبتې پېښې چې ثبت شوي، هغوى ته واکسين ورکړل شوى، خو کېداى شي له واکسينه ورته وړاندې ياد وايروس ورسېدلى وي.))

د ننګرهار مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال هم په ختيځو ولايتونو کې د پوليو د مثبتو پېښو پر زياتېدا خواشيني څرګندوي او وايي، چې د يادې کرغېړنې ناروغۍ د مخنيوي په موخه دې ټول هېوادوال له روغتيايي کار کوونکو سره همکاري وکړي.

ده وويل: ((هر کس بايد دا خپل مسووليت وګڼي ، چې ماشومان واکسين کړي.))

د ولايتي شورا وکيل عبدالقهار لودين، د عامې روغتيا له رياست څخه غوښتنه وکړه چې د ګوزڼ د واکسين پروګرام يواځې ښارونو ته محدود نه شي او بايد په ولسواليو کې هم د دې ورځې د پرانيستې مراسم د قومي مشرانو او سپين ږيرو په لاسونو افتتاح شي.

لودين زياته کړه: ((والدين بايد له روغتيايي کار کوونکو سره مرسته وکړي، همداراز ديني علماء قومي سپين ږيري او د ټولنې نور اقشار په دې کې بايد په پراخه کچه ونډه واخلي.))

نوموړى پر وسله والو هم غږ کوي چې د واکسين د تطبيق په خاطر دې له رضاکارانو سره مرسته وکړي تر څو ماشومان له راتلونکي دايمي معيوبيت څخه وژغورل شي.

Related Topics